د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا ښوونکو له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړ


د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په جناح پارک کې احتجاج کوونکو استادانوپه پېنشن کې د زياتوالي او په نوکريو کې د ترقۍ غوښتنه کوله.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته په جناح پارک کې احتجاج کوونکو استادانوپه پېنشن کې د زياتوالي او په نوکريو کې د ترقۍ غوښتنه کوله.

په پېښور کې د ابتدايي ښوونځيوو استادان له حکومت سره جوړجاړي ته رسېدلي او احتجاج يې ختم کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د تعليم وزير شهرام ترکي د اکتوبر پر ۱۰مه ماښام مهال پر ټويټر ليکلي چې د حکومت او استادانو د اتحادیې يوه ګډه کمېټۍ جوړه شوې ده چې په ۴۰ ورځو کې به د احتجاجيانو غوښتنې پوره کوي.

نوموړي زیاته کړې چې نهه کسيزه کمېټۍ به د استادانو غوښتنې او په دې اړه سپارښتنې په ۴۰ ورځو کې دننه بشپړوي.

د سرکاري ابتدايي سکولونو دا استادان په تنخا او پېنشن کې د زياتوالي او په نوکريو کې ترقي غواړي. دوی د همدې لپاره د اکتوبر له شپږمې په پيښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج پيل کړی وو.

د استادانو اتحادیې مرستیال مشر مجیب الرحمان د اکتوبر پر ۱۰مه نېټه مشال راډيو ته ووويل چې که حکومت پر کړو ژمنو عمل ونه کړ نو دوی به بیا مظاهرې پيلوي.

هغه زیاته کړه، "د شپې پر اته بجې مذاکرات کامياب شول. په معاهده کې دا هم دي چې حکومت به زموږ ګرفتار ملګري استادان له جېلونو خوشې کوي او پر ځينو جوړې کړې مقدمې به هم ختموي. په ۴۰ ورځو کې که زموږ غوښتنې پوره او عملي نه شوې، بیا به سړکونو ته وځو."

تر دې مخکې پوليسو پر مظاهرچيانو اوښکې بهېوونکی ګیس کارولی وو او ځينې یې وهلي‌ ول. لږ تر لږه د ۲۱۳ استادانو پر ضد سرکاري املاکو ته د زیان رسولو په تور مقدمې هم درج شوې دي.

د استادانو د احتجاج تر ختمېدو وروسته به سر له ننه (د اکتوبر تر ۱۱مې) په خيبر پښتونخوا کې ټول سرکاري ابتدايي ښوونځي پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG