د لاسرسي ځای

تازه خبر

د معدنیاتو ټېکې به یوازې قبایلو ته ورکول کېږي: صوبايي وزیر


د کورمې په غرونو کې د الماسو د کانونو اټکل کېږي.
د کورمې په غرونو کې د الماسو د کانونو اټکل کېږي.

پراګ ـ د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو صوبايي وزیر ډاکټر امجد علي وايي، په قبایلي سیمو کې د معدنیاتو ټېکه او د ایستلو اجازه به یواځې قبایلي وګړو ته ورکوي.

نوموړي پرون (د دسمبر اتمه) له مشال رېډیو سره په خبرو کې هغه تاثر رد کړ چې ګیني د قبایلو له معدنیاتو به د ځايي خلکو پرځایې له بهره ورغلي ټېکه داران ګټه پورته کوي.

"د قبایلي علاقو چې کوم باشنده ګان وي، ډومیسایل او شناختي کارډ یې د قبایلو وي، یواځې هغوي ته به لایسنس [اجازت نامه] او ټېکه میلاوېږي او د پاکستان د نورو برخو خلکو ته به نه میلاوېږي."

ډاکټر امجد علي دا خبرې د پېښور پریس کلب د هغې خبري غونډې په عکس العمل کې وکړې چې پکې د دسمبر په اوومه د قبایلي سیمو د کانونو مالکانو، کاروباریانو او نورو مدني فعالانو ګډون وکړ او په صوبايي حکومت یې تور پورې کړ چې د قبایلي ولس لپاره یې د خپلو معدنیاتو پخپله ایستلو کار ګران کړی دی.

دخبري غونډې ګډونوال او د قبایلي سیمو د معدنیاتو په هکله د جوړې شوې یوې اتحادیې غړی جنګرېز خان مومند وايي، هغوی مني چې په معدنیاتو کې یې ریاست حق لري خو پکار ده چې د ایستلو لپاره یې ځايي خلکو ته روزنه هم ورکړل شي:

"چې ریاست په ماینونو کې له مونږ سره حصه دار دی نو پکار ده چې د ایستلو په وخت د معدنیاتو ضایع کېدلو د مخنیوي لپاره مونږ ته مشینري او نور سهولتونه هم راکړي."

دا راز د خبري غونډې یو ګډونوال او مدني فعال ډاکټر سید عالم مسود وايي زیاتره قبایلي ولس د خپلو معدنیاتو په اړه معلومات نه لري نو څه ډول به یې د ایستلو لپاره اجازت نامه او ټېکه ترلاسه کړي:

"په دې کې مسله دا ده چې کله د یو کان ایستلو په اړه ټینډر یعنې بولي کېږي نو په هغې کې به د دې کان یوه اندازه ښودل کېږي او هر ټېکه دار به بیا په هغې خپله، خپله بیعه اچوي، خو یو قبایلي تن لپاره دا نا ممکنه ده چې د یو کان د امدن اندازه ولګوي او په هغې بولي وکړي."

خو د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجد علي وايي په دې هکله په ترمیم شوي قانون کې دا خبره واضحه شوې ده، او دا چې قبایلي ولس په دې کار کې بیا د هېواد د نورو برخو تجربه کار خلک له ځانه سره ملګري کولی شي.

د نوموړي په وینا د دغه نوي قانون په اتمه ضمیمه شامله کړل شوې چې یواځې د قبایلي سیمو په اړه ده او په نوره صوبه نه عملي کېږي:

" د صوبې د نورو سیمو په کانونو کې د بولۍ په وخت د ټول پاکستان ټېکه داران برخه اخیستی شي خو د قبایلي کانونو لپاره د ځانګړي قانون تر مخه یواځې قبایلي خلک به یې په بولۍ کې برخه اخیسjی شي."

ډاکټر امجد علي هم دا راز وايي قبایلي کسان به اوس لکه د عرب هېوادونو د کفیلانو په څېر وي، چې د هېواد د نورو برخو کسان د دې سیمې د کانونو ایستلو کار کول غواړي، هغوی مجبوره دي چې د قبایلي کسانو په ملکیت او همکارۍ به یې کوي.

سږ کال په نومبر میاشت کې د خېبر پښتونخوا د حکومت لخوا د معدنیاتو په اړه د ۲۰۱۹م کال مسودې منظورولو راهیسې قبایلي خلک وخت په وخت جرګې او مظاهرې کوي چې پکې د خپلو معدنیاتو د ملکیت په هکله اندېښنې څرګندوي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG