د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت په قبايلي ضلعو کې د نورو سيمو خلک ګوماري: د اسمبلۍ غړي


د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلو استازي وايي، حکومت دې د هغو ضلعو په سرکاري ادارو کې ځايي خلکو ته لومړیتوب ورکړي - انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبایلو استازي وايي، حکومت دې د هغو ضلعو په سرکاري ادارو کې ځايي خلکو ته لومړیتوب ورکړي - انځور له ارشیفه

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د قبايلي ضلعو استازي وايي، د حکومتي ژمنو سربېره هم د دوی په ضلعو کې په سرکاري ادارو کې د نورو سيمو د خلکو ګومارنه لا روانه ده.

دې استازو دا څرګندونې له هغه وروسته له مشال راډيو سره د مرکو پر مهال وکړې چې د سېپټمبر پر ۱۰مه نېټه يې په اسمبلي کې پر دې موضوع تاوده بحثونه او احتجاج وکړ.

له مومندو د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلي غړي نثار مومند د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت د قبايلي ضلعو په اړه جدي نه دی.

د ده په خبره، له دې پرته په نورو سرکاري څانګو کې هم د قبایلي ضلعو خلک نه ګومارل کېږي. "د ۲۵م اييني ترميم له مخې له ضم شويو قبايلي ضلعو سره ژمنه شوې وه چې تر ۲۰۲۳ز کال او تر دې پینځه کاله وروسته هم دې سيمو ته نوکرياني ورکول کېږي. په قامي مالیاتي اېوار‌ډ کې به درې فيصده برخه هم قبايليو ته ملاوېږي."

قبايلي سيمې په بیړه په پښتونخوا نه دي ورګډې شوې: اقبال ظفر جګړا
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د نثار مومند په خبره، چې پر دې ژمنو سربېره هم د حکومت له لورې نهيلې کوونکې خبري کېږي. هغه زیاته کړه چې د دوی له سيمو سره د "زراعتو، ميډيکل، روغتیا او د نورو سرکاري نوکريانو په ترلاسه کولو کې زیاتی روان دی."

د پاکستاني پارلېمان له خوا د منظور شوي ۲۵م اييني ترميم له مخې قبايلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کال کې په خيبر پښتونخوا کې ضم شوې وې. په دې کې د لس کلنۍ پلان منظور شوی وو چې پکې په سرکاري محکمو کې د ځايي خلکو د ګومارلو ترڅنګ پرمختيايي کارونه شامل ول.

په صوبايي اسمبلۍ کې د خيبر ضلع د بلوچستان نيشنل پارټۍ استازي بلاول اپرېدي د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې ګوند يې له حکومت سره اتحاد پر دې خبره کړی وو چې دوی ته به خپل حقونه ورکوي. خو ده زیاته کړه چې واکمن تحريک انصاف کې د انصاف ورکولو خبره نشته. "موږ د خپلو حقونو لپاره په اېوان کې راپاڅېدلي يو. زموږ کوشش دی چې د ټولو قبايلي ضلعو استازي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار وکړو. ما په دي لړ کې پيل کړی او په ايوان کې مې دا خبره راپورته کړه چې څنګه د قبايلي ضلعو لپاره مختص شوي څوکيو باندي له ملاکنډه، شانګلې او د نورو سيمو کسان برتي (ګومارل) شوي دي؟"

د ۲۰۲۰زکال د جون مياشتې په دې ټولګونديزه غونډه کې له قبايلي ضلعو سره د شوو ژمنو د پوره کېدوغوښتنه وشوه.
د ۲۰۲۰زکال د جون مياشتې په دې ټولګونديزه غونډه کې له قبايلي ضلعو سره د شوو ژمنو د پوره کېدوغوښتنه وشوه.

بلاول اپريدي وویل چې په دې لړ کې يې په اسمبلۍ کې تحريک التوا جمع کړی او له حکومته يې په دې اړه پوښتنه او ورسره يې احتجاج هم وکړ.

قبايلي سيمي په صوبه کې شاملېدو راهېسي حکومت په تدريجې ډول هغو سيمو ته د نورو صوبو پشان نظام غځولو اعلانونه کړي چې پکې يې پر ځينو عمل هم کړی دی. خو په صوبايي اسمبلي کې د وزيرستان استازې او جمعيت علمای اسلام فضل الرحمن ډلې غړې نعيمې کشور د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې ستونزه شته خو ضروري نه ده چې پر هره نوکري دي ځايي خلک وګومارل شي. "ډېر خلک [په قبايلي ضلعو] کې له نورو سيمو څخه برتي شوي دي خو يوه خبره دا هم ده چې ايا له موږ سره له دې سيمو څخه دومره تکړه خلک شته چې ويې ګومارو؟ پر لوړ پوړيو څوکيو يا نوکرياني په اړه به دا خبره په پام کې نيول وي چې ایا په قبايلي سيمو داسې خلک شته او کنه؟"

البته نعيمه کشور وايي چې د مسلې د حل لپاره پکار دی په قبايلي ضلعو کې تعليم طرف ته زیات پام وشي.

بل خوا په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند د صحت پارلېماني سېکرټر ارباب جهانداد خان د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چې د قبايلي ضلعو استازي د دوی خبرو اورېدو ته تيار نه دي. د ده په خبره، د هر يوې ضلعې لپاره د خلکو د برتي کولو جلاجلا تګلاره ده.

ده زياته کړه چې "په دې کې مختلفې نوکرياني دي. څه کلاس فور وي، څه له دې بره وي او مختلف ګريډونه وي. په هر يو ځاي کې دا قانون نېشته چې مقامي خلک به برتې کېږي. ځيني صوبايي او بيا ځيني ضلعې پوسټونه وي. زموږ د حکومت واضحه پاليسي ده چې په ميرټ يا قابليت ته په کتو سره کسان په سرکاري محکمو کې برتي کړو."

خو د قبايلي ضلعو ځينو استازو مشال راډيو ته دا هم وويل چې په خپلو کې يې تړون کړی چې په صوبايي اسمبلي کې به د خپلو سيمو د حقونو لپاره په ګډه غږ پورته کوي.

XS
SM
MD
LG