د لاسرسي ځای

تازه خبر

په واڼه کې وسله والو یو ټېکدار تښتولی دی


د واڼه د پوليسو مشر عثمان وزير مشال راډيو ته وويل چې د پېښې ايف ايي ار یې د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی دی.
د واڼه د پوليسو مشر عثمان وزير مشال راډيو ته وويل چې د پېښې ايف ايي ار یې د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی دی.

د جنوبي وزيرستان پولیس وايي وسله والو د نومبر پر شپږمه په واڼه کې يو ټېکدار تښتولی دی.

د واڼه د پوليسو مشر عثمان وزير مشال راډيو ته وويل چې د پېښې ايف ايي ار یې د نامعلومو کسانو پرضد درج کړی دی.

ده وویل، "پاو باندې يوولس بجې وې، په واڼه بايي پاس کې د تورو ښیښو دوه ګاډي راغلل، د ټېکدار طارق رضوان د ګاډي مخې ته ودرېدل. هغه یې کوز او له ځان سره يووړ."

عثمان وزیر زیاته کړه چې د طارق رضوان په ګاډي کې څلور لاکه او يو اويا زره روپۍ هم وې.

د ده په وینا، پولیسو د هغه ګاډی او پيسې په خپله ولکه کې اخیستې دي او د تښتوونکو د نيولو لټون یې پيل کړی دی.

د تښتول شوي ټېکدار طارق رضوان وزیر کورنۍ مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د تعميراتي کارونو کمپنۍ لري. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې تښتونې په اړه څه نه دې ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG