د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايلي ضلعو لپاره د کال۱۰۰ اربه روپۍ وعده خو په بجټ کې ورته۳۰ اربه بېلې شوې


شوکت ترين خبریالانو ته د بجټ په اړه معلومات ورکوي.
شوکت ترين خبریالانو ته د بجټ په اړه معلومات ورکوي.

د پاکستان حکومت په کلني بجټ کې د "قبايلي ضلعو د ترقۍ" لپاره ټولې "۵۴ اربه روپۍ" جلا کړې دي.

د جون پر۱۱مه پارلېمان ته د ۲۰۲۱-۲۲ مالي‌کال د بجټ وړاندې کولو پر مهال د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترين وويل ‌چې حکومت د قبايلي سيمو پرمختګ ته ځانګړی ارزښت ورکوي نو ځکه په دغو پېسو کې ۳۰ اربه د ۱۰ کلن ترقیاتي کار لپاره دي.

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې وي. ریاست ژمنه کړې وه چې د ۱۰ کلن پرمختيايي پروګرام په ترڅ کې به قبايلي ضلعو ته هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ او په قامي مالیاتي (يا اين اېف سي) ایوارډ کې به درې فيصده برخه ورکوي.

د قبايلي ضلعو لپاره هرکال د ۱۰۰ اربه روپيو د ورکړې وعده يو کال هم نه ده پوره شوې.
میرکلام وزیر

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍکې د شمالي وزیرستان استازي، میرکلام وزیر د جون پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په بجټ کې د ژمنې خلاف کمې پېسې ايښوول د قبايلي سيمو د پرمختګ په اړه د حکومت "غيرسنجيده سوچ" ښيي. "د ۲۵م اییني ترميم له مخې چې قبایلو سره کومې ژمنې شوې وې، د هغوی په پوره کولو کې صوبايي او مرکزي حکومتونه پاتې راغلي دي. د انضمام درې کاله وشول خو حکومت هېڅکله د کال هغه ۱۰۰ اربه روپۍ په بشپړ ډول رانکړي چې وعده یې کړې وه. تېر کال یې په بجټ کې ۹۶ اربه روپۍ اعلان کړي خو يوازې ۴۲ اربه روپۍ یې جاري کړي. له هغوی یې هم یوازې ۲۵ اربه روپۍ لګولي."

بلخوا د قبایلي ضلعو د بیا بحالۍ او د انضمام د عملي کولو حکومتي کمېټۍ غړي او په قامي اسمبلۍ کې د خیبر ضلعې د ولس استازي اقبال اپرېدي وويل چې د بلوچستان او سيند حکومتونه په اېن اېف سي ايوارډ کې د هغو سيمو برخه نه مني نو ځکه یې دغه پېسې نه دي جاري کړي.

نوموړي د کلنیو ۱۰۰ اربه روپيو د ورکړې د ژمنې په اړه د جون پر ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل په دې اړه یې له وزیراعظم، د پرمختيايي چارو وفاقي وزیر اسد عمر، د خيبر پښتونخوا وزیراعلا او د صوبې د خزانې له وزیر سره غونډې کړې دي.

له موږ سره وزیراعظم ژمنه کړې چې قبایلي سیمو ته به خپله برخه رسېږي
اقبال اپرېدی

هغه زیاته کړه: "هغوی له موږ سره ژمنه کړې چې د وخت په تېريدو سره به ضم شویو ضلعو ته خپل حق ورکړي. بله دا چې له موږ سره په بجټ کې د ۶۱ اربو روپيو ژمنه شوې وه خو اوس به د ګل ورځ (د جون ۱۴مې) پورې معلومات کېږی چې په بجټ کې دا ولې ۵۴ اربه شوې او پاتې اووه اربه روپۍ ولې ايسارې شوې."

د اقبال اپرېدي په خبره دا مهال له صوبايي حکومت سره هم په رابطه کې دی چې په کلني بجټ کې د قبایلي ضلعو لپاره ترقیاتي بجټ د نورو کلونو پرتله زیات کړي. په خیبر پښتونخوا کې تر ګډېدو مخکې به د قبایلي سيمو لپاره هر کال صوبايي حکومت په کلني ترقیاتي پروګرام کې په اوسط ډول ۲۰ اربه روپۍ بېلولې.

XS
SM
MD
LG