د لاسرسي ځای

تازه خبر

تيمور سليم جګړا: وفاقي بجټ کې د قبايلي ضلعو پیسې کمې شوې دي


د تيمور سليم جګړا په مشرۍ د خيبر پښتونخوا د خزانې وزارت غونډه کيږي. (انځور له ارشيفه)
د تيمور سليم جګړا په مشرۍ د خيبر پښتونخوا د خزانې وزارت غونډه کيږي. (انځور له ارشيفه)

د خيبر پښتونخوا د خزانې وزير وايي مرکزي حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ مالي کال په مجوزه بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره د تېرکال په پرتله ۲۱ اربه روپۍ کمې اېښې دي.

تيمور سليم جګړا د جون پر ۱۱مه په پېښور کې په دې اړه خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې د تېر کال په وفاقي بجټ کې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۳۱ اربه روپۍ بېلې کړل شوې وې خو د ده په وينا، د راتلونکې مالي کال د وفاقي بجټ په قانوني مسوده کې د قبايلي سيمو د پرمختيايي او انتظامي چارو لپاره ۱۱۰ اربه روپۍ اېښودل شوې دي.

تر خبرې غونډې وروسته نوموړي مشال رېډیو ته وويل، "پرمختيايي بجټ له ۵۴ اربه څخه ۵۰ اربه روپۍ ته راکم شوی او د انتظامي چارو بجټ له ۷۷ اربه څخه ۶۰ اربه روپۍ کم شوی دی، دا ډېره حېرانونکې خبره ده ځکه چې سږکال يوازې زموږ لګښت ۶۲ اربه روپۍ وو."

اوسمهال په پاکستان کې مرکزي حکومت په ايتلافي ډول له هغو ګوندونو جوړ دی چې په تېر اپریل کې یې د تحريک انصاف حکومت پر ځای کار پيل کړ.

دوی په دغه مياشت کې د د هغه مهال وزيراعظم عمران خان پر ضد قامي اسمبلۍ ته د عدم اعتماد تحريک راوړ او نوموړی یې له دندې لیرې کړ. خو په خیبر پښتونخوا کې لا هم د تحريک انصاف حکومت دی.

مرکزي حکومت د تيمور سلیم جګړا د دې څرګندونو په ځواب کې تراوسه پورې څه نه دي ویلي خو چارواکو یې په بېلابېلو وختونو کې ټينګار کړی چې د قبايلي ضلعو پرمختيا ته ژمن دي.

وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه نېټه د ۲۰۲۲ او ۲۳ز مالي کال لپاره د څه دپاسه ۹۵۰۰ اربه روپيو وفاقي بجټ قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې وو. بجټ به له هغه وروسته حتمي ګڼل کېږي چې کله یې پارلېمان تر بحث وروسته منظور کړي.

XS
SM
MD
LG