د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي ضلعو لپاره د بجټ ۱۸۴ اربه روپۍ پر څه لګېدلې؟


په جنوبي وزیرستان کې وران شوي کورونه
په جنوبي وزیرستان کې وران شوي کورونه

د خېبر پښتونخوا حکومت په ختمېدونکي مالي کال کې د قبايلي ضلعو لپاره ۱۸۴ اربه روپۍ اېښې وي. اوس چې مالي‌کال د جون په میاشت کې ختمېږي، د قبايلي سيمو استازي ګيله من دي چې پرمختيايي کارونه نه دې شوي.

د باجوړ د مرکز، خار اوسيدونکی حاجي لالي شاه د مې په ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل دوی تمه درلوده چې حکومت به په قبايلي ضلعو کې تعليمي ادارې او هسپتالونه جوړ کړي خو هېڅ ونه شول. هغه وايې چې په جنګونو کې وران شوي هم نه دې رغول شوي: ((کوم کورونه چې وران وو، اوس هم وران دي. سکولونه وران وو، اوس هم وران دي. حکومت يوه ژمنه هم نه ده پوره کړې. له يو کال راهيسې په ۷۱ کيلوميټره سړک کار روان دی خو تر دې دمه پکې یو کیلومیټر هم نه دی جوړ شوی.))

کورونه او سکولونه چې په جګړو کې څنګه وران وو، همغسي وران پراته دي
حاجی لالی شاه

د مومندو ضلعې د ميا منډۍ بازار يو دکاندار عربستان مومند هم په روان مالي کال کې د حکومت له کارونو ډېر خوشاله نه دی خو نوموړي د مې په ۲۲ مه مشال رېډيو ته وويل چې بيا هم څه کارونه د دوي په سيمه کې شوي دي. ((سکول نه دی جوړ شوي خو له پخوانيو حکومتي ودانيو عدالتونه جوړ کړل شوي دي. يوه تاڼه په سيمه کې جوړه کړل شوې. دغه راز بيا پوليسو لپاره چيک پوسټونه جوړ شوي دي.))

قبايلي سيمې د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې په اييني ترميم کولو سره په خېبرپښتونخوا ورګډې کړل شوې. هغه وخت حکومت له قبايلو سره ژمنه کړې وه چې د هېواد د نورو سيمو نظام به قبايلي سيمو ته هم غځوي. خو قبايلي ولس وايي چې دغه کار ډېر په ورو روان دی. حکومت وايي چې د دې لامل کورونا وبا او د ملک کمزوري اقتصاد دی.

د شمالي وزیرستان ميرکلام وزير د مې په ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې د تحريک انصاف حکومت د قبايلي سيمو لپاره د پرمختيايي‌کارونو کړې وعدې نه دې پوره کړي. نوموړي زیاته کړه چې د حکومت په تېر بجټ‌کې له اعلان شوو پېسو يوازې نيږدې ۲۵ اربه روپۍ لګول شوي دي. هغه پوښتنه وکړه چې دا کومې پيسې پاتې دي دا به څنګه په دې لږو ورځو کې لګول کيږي؟

ډېرې پېسې د سکولونو، هسپتالونو او لارو په جوړولو لګېدلې دي
شفیق افریدی

مشال رېډيو د خېبرپښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جګړه ته څو ځل فون وکړ خو هغه فون پورته نه کړ. همداراز د قبايلي چارو لپاره د صوبايې اسمبلۍ د قايمه کمېټې مشر او حکومتي ګوند تحريک انصاف غړي نزير احمد عباسي مشال رېډيو ته وويل چې هغه سره اوس پر دې اړه معلومات نشته چې د قبايلي سيمو لپاره تېر کال په اېښودل شوي بجټ کې تر دې دمه څومره پيسې او په کومو کومو کارونو لګول شوي دي.

البته د تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړی محمد شفيق چې د خېبرضلعې سره تعلق لري وايي چې د قبايلي سيمو لپاره په اېښودل شوي د ۱۸۴ اربه روپو په بجټ کې څه باندې ۱۳۰ اربه روپۍ د غېر پرمختيايې کارونو لکه تنخاګانو او داسې نورو برخو کې لګېدلې او پاتې شا و خوا نهه څلوښت اربه روپو کې تر دې دمه دېرش اربه روپۍ د ړنګو شوو سکولونو،کورونو او هسپتالونو په بيا رغولو او د پوليسو تاڼو، عدالتونو او سړکونو په جوړولو لګېدلې دي.

نوموړي د مې په ۲۲مه مشال رېډيو ته وويل چې په پاتې روپيو کې به شا و خوا لس اربه روپۍ په جون مياشت کې د نوي بجټ تر منظورۍ پورې ولګول شي: ((د بجلۍ په ګرېډ سټېشنونو کار روان دی. د پوځ لخوا چې په قبايلي سيمو کې کوم سکولونه جوړيږي نو د هغو فنډونه هم زموږ د قبايلي سيمو له بجټ ورکول کيږي. پر ځينو سړکونو او هسپتالونو هم کار روان دی.))

XS
SM
MD
LG