د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک کې لسګونه کسانو د ناامنۍ ضد لاریون کړی دی


د اکتوبر ۳۰مې لاریونوالو له انتظامیې وغوښتل چې په سیمه کې دې امن بحال کړي.
د اکتوبر ۳۰مې لاریونوالو له انتظامیې وغوښتل چې په سیمه کې دې امن بحال کړي.

د خیبر پښتونخوا په ټانک کې لسګونه فعالانو او د ښار اوسېدونکو په یو احتجاجي لاریون کې له انتظامیې څخه د ناامنۍ مخنیوي غوښتنه کړې ده.

یو ځايي فعال شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر ۳۰مې په لاریون کې د سیمې ټولو قومونو خلکو ګډون وکړ چې لومړی د ټانک له ټاون هاله پلي یا پیاده تر ټریفېک پواینټه پورې ولاړل او هلته یې مظاهره وکړه.

ده وویل، "له یوې میاشت راهیسې په ضلع ټانک کې امنیتي حالات خراب دي چې ورځ تر بلې خرابېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر اتمه په ټانک کې په یو وسلوال برید کې د امن کمېټۍ دوه غړي ووژل شول.

د اکتوبر ۳۰مې لاریون ته یوشمېر فعالانو ویناګانې وکړې.
د اکتوبر ۳۰مې لاریون ته یوشمېر فعالانو ویناګانې وکړې.

مسید وايي، که په بریدونو کې "پولیس مري" او که "پوځیان"، دواړه "زموږ مسلمانان وروڼه" دي نو ځکه باید ریاست د حملو مخه ونیسي.

ده زیاته کړه چې په سیمه کې د "هېچا د وینې تویېدل" نه غواړي.

د اکتوبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د سولې مطالعاتو څېړنیز مرکز (پاکستان انسټيټیوټ اف پيس سټډیز یا پېپس) په خپل یوه تحقیقي رپورټ کې وویل چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې د "ترهګرۍ" پېښې شاوخوا "۵۱ فیصده" زیاتې شوې دي.

د ملي جمهوري غورځنګ یو مخکښ غړي او د لاریون ګډونوال عبدالله ننګیال بېټني مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید په سیمه کې خپله عملداري باوري کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا څلور میاشتو کې خلکو په شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان، باجوړ، کورمه، اورکزیو، خیبر، مومندو، کوز دیر، سوات، بونېر،بنو، لکي مروت او پېښور کې د امنیت ټینګښت لپاره احتجاجونه، لاریونونه، جرګې او جلسې کړې دي.

د ټانک د پولیسو مشر وقار احمد د امنیت لپاره د خلکو لاریون ستایلی دی خو زیاتوي چې سرتېري خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي او په ضلع کې امنیتي وضع ښه ده.

احمد زیاته کړه چې پولیسو په بېلابېلو ځایونو کې څوکۍ جوړې کړې دي او ناکې یې لګولې دي او هېڅوک د امنیت خرابېدو ته نه پرېږي.

په ټانک کې لاریون پر داسې مهال شوی دی چې د اکتوبر ۲۹مې شپې ناوخته په ګاونډۍ ضلع ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر څوکۍ په وسلوال برید کې د یو پولیس په ګډون دوه کسان ووژل شول او څلور سرتېري ژوبل شول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG