د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايا په سوات کې پولیس د ترهګرۍ ضد جګړې وړتيا لري؟


په پېښور کې پولیس د روزنې (ټريننګ) په وخت (انځور له ارشيفه)
په پېښور کې پولیس د روزنې (ټريننګ) په وخت (انځور له ارشيفه)

د خیبرپښتونخوا د سوات سياسي مشران او عام خلک هغه سيمې ته د وسله والو طالبانو د بېرته تګ خبرونو له امله اندېښمن دي.

د سوات قامي جرګې، د سيپتمبر پر ۱۸مه، د سوات په مرکز مېنګوره کې په يوه احتجاجي جلسه کې له حکومته وغوښتل چې د وسله والو پرضد د عملياتو بشپړ واک ځايي پوليسو ته ورکړي.

په جلسه کې د سياسي ګوندونو ځايي مشرانو، مدني فعالانو او عامو خلکو په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ. د جرګې مشر او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مخکښ مختار باچا جلسې ته په وينا کې د خيبرپښتونخوا له حکومته وغوښتل چې په هغه سيمه کې د وسله والو پرضد د عملياتو مکمل واک د ضلعې پوليسو ته وسپاري. د نوموړي په خبره، د سوات ولس به له خپل پوليس سره په ګډه د وسله والو پرضد وجنګېږي.

په دا وروستيو کې د خيبرپښتونخوا د بېلا بېلو ضلعو خلکو د دوی په سيمو کې د طالب وسله والو د بېرته منظمېدو خبرونو پرضد احتجاجي لاريونونه او مظاهرې وکړې.

د سيپتمبر ۱۸مې د سوات احتجاجي جلسې ته د دې ضلعې لپاره د عوامي نيشنل ګوند مشر او پخواني صوبايي وزير ايوب خان اشاړي هم وينا وکړه او پر خلکو يې غږ وکړ چې له سياسي وابستګۍ پرته د وسله والو پرضد يو موټی شي.

نوموړي د سيپتمبر پر ۲۰مه مشال راډيو ته وويل، د سوات خلک دا ځل بيداره او تيار دي چې له خپلو پوليسو سره کلک ودرېږي او سيمه له وسله والو پاکه کړي. "د چوپريال شاته د کنالۍ په نوم يوه علاقه ده، هلته وسله وال ناست دي. ملم جبې او سخرې ته هم راغلې دي. دوی د ګوالېرۍ بازار ته کوزېږي او ځان ته سوداګانې کوي. زموږ پوليس د دې وسله والو غم خوړلی شي. موږ ته خبرونه راتلل چې پوليس عمليات کوي. موږ په دې هم خبر يو چې پوليس د مخکې په پرتله ښه تربيه شوي دي. خو پوليس عمليات و نه کړل. که عمليات يې کړي وای او ناکامه شوي وای نو بيا به موږ ويلي وای چې اوس دې پوځ راشي."

نوموړي زیاته کړه: "دا ځل په ولس کې د طالب په ضد کرکه موجوده ده. دا ځکه چې دوی د انسانيت دوښمنان دي، زموږ د بچيو د تعليم دوښمنان دي. زموږ د کليو خلک وايي چې که طالبان راغلل نو ورسره د مقابلې لپاره به خپل ټوپک راواخلي. دا خبره موږ ته حوصله راکوي چې که پوليس عمليات کوي او يا هم کوم بل ځواک، خلک به پاڅي او خپل حفاظت به په خپله کوي."

موږ ته خبرونه راتلل چې پوليس عمليات کوي. موږ په دې هم خبر يو چې پوليس د مخکې په پرتله ښه تربيه شوي دي خو پوليس عمليات و نه کړل.
ایوب خان اشاړي

مشال راډیو د سوات پوليس چارواکو سره په بيا بيا رابطې وکړې چې د سيمې د سياسي مشرانو د دې څرګندونو په اړه يې دريځ معلوم کړو. يوازېنی افسر چې د وټس اپ له لارې ورسره په خبرو وتوانېدو، اېس اېس پي شاه حسن وو. خو نوموړي پر دې موضوع له څه ويلو ډډه وکړه.

البته د سوات يو رېټاېرډ ډي اېس پي نويد اقبال وويل چې پوليس د وسله والو پرضد د جګړې لپاره ځانګړې قطعې لري او که د عملياتو اجازه ورکړل شوه نو ولس به يې ترڅنګ ودرېږي او سيمه کې به امن شي. "زموږ پوليس اوس هغه نه دي چې په ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م کلونو کې وو. دوی ښه تربيه شوي دي. د البرق په نوم يو کمانډو ځواک لري چې د وسله والو پرضد په ښه توګه جنګېدای شي. د سيمې خلک پر پوليسو باور لري. که پوليس رامخته شول نو ولس به ورسره ودرېږي او مسله به حل شي. پوځ بيا د عملياتو پرمهال سختي کوي، چې عام خلک ورسره ډېر جوړ نه وي."

خو د امنيتي چارو يو شنونکی رېټايرډ برېګېډير نذير د وسله والو پرضد د عملياتو مشري پوليسو ته د ورکولو له خبرې سره اتفاق نه کوي. دی وايي، که څه هم پوليسو د ترهګرۍ پرضد جنګ کې قربانۍ ورکړي خو اصلي کار يې په ټولنه کې د جرمونو مخنيوی دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې حالات دومره هم خراب نه دي چې پوځ دې د عملياتو لپاره مخې ته راشي.

هغه زياتوي: "پوځ فکر کوي چې په سيمه کې چې د دوی څومره سرتېري ځای پر ځای دي، هغه کافي دي. البته په پرامنه علاقو کې د پوليسو خپل رول وي او هغه يې ادا کوي. بله دا چې د سيمې خلک هم د وسله والو پرضد د پوځ تېرو عملياتو ته په کتو په وېره کې دي چې هسې نه بيا وځورول او کډوال شي. البته د پوليسو له تعاون سره سره د ولس مرسته هم پکار ده. خو زه نه ګڼم چې خطر دومره لوی دی چې پوځ دې عملياتو ته اړ شي. هغه وسله وال چې بېلا بېلو سيمو کې ليدل شوي، يو خو يې شمېر کم دی او بل د هستوګنې ځای نه لري."

مشال را‌‌ډیو هڅه وکړه چې په سوات کې د وسله والو پرضد د عملياتو لپاره پوليسو ته د واک ورکولو د غوښتنې په اړه د اطلاعاتو په برخه کې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سلا کار بېرسټر محمد علي سيف دريځ معلوم کړو، خو د بيا بيا رابطو باوجود په خبرو ورسره و نه توانېدو.

نوموړي په وروستيو کې د افغان طالبانو په منځګړتوب له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې په مذاکراتو کې د حکومتي پلاوي مشر وو. هغه البته د سيپتمبر پر شپږمه مشال راډيو ته ويلي وو چې د پاکستان پوليس او پوځ به د ترهګرۍ پېښو ته کلک ځواب وايي.

نوموړي همداراز په خيبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ وروستيو پېښو ته په اشارې، چې پکې د ولسي وګړو ترڅنګ امنيتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، زياته کړې وه چې د سيمې د بشپړ امن په خاطر به له تحريک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې جاري و ساتي. خو هیچا ته به اجازت ورنکړي چې د حکومت عملداري چیلنج کړي.

XS
SM
MD
LG