د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي د خیبر د پاتې کډوالو ستنېدو لړۍ روانه میاشت پیلوي


د خیبر چارواکي وايي، د هغې ضلعې زیاتره کډوال یې کورونو ته ستانه کړي - پخوانی انځور.
د خیبر چارواکي وايي، د هغې ضلعې زیاتره کډوال یې کورونو ته ستانه کړي - پخوانی انځور.

په خيبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم اداره (پي ډي اېم اې) وايي، د خیبر ضلعې د لیرې پرتو سیمو پاتې شويو کډوالو د ستنېدو لړۍ به روانه میاشت پیلوي.

د ادارې وياند احسان داوړ د جون پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د باړې، جمرود او لواړګي له لیرې پرتو سيمو څخه د بې کوره شويو کسانو ستنولو لپاره په جمرود کې مرکز پرانیستل شوی دی.

هغې ادارې همداراز د جون پر ۲۳مه په يو بيان کې ويلي ول چې د جون له ۲۶مې تر ۲۸مې به د باړې او تيرا کډوال خپلو سيمو ته ستنوي.

ادارې ویلي ول چې د جون پر ۲۹مه به په جمرود کې مېشت د راجګل سيمې کډوال او د جون پر ۳۰مه به د لنډي کوتل د زخه خېلو کډوال خپلو سيمو ته ستانه کړي.

د خيبر چارواکي وايي چې په باړه او تیرا کې له ۲۰۰۸ز څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې د وسله والو ضد د پوځي عملياتو په نتيجه کې تر یو لک زیاتې کورنۍ بې کوره شوې وې.

د دوی په وینا، له هغو څخه یې ۸۶،۰۰۰ کورنۍ ثبت شوې وې او زياتره غړي یې خپلو سيمو ته ستانه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG