د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي مشران او فعالان: له ټي ټي پي سره مذاکراتو کې د ولس مشوره نه ده شامله


د جنوبي وزیرستان انتظامیې د ۲۰۲۲ز کال د مې په پای کې د مذاکراتو په اړه یوشمېر پاڼې خپرې کړې دي او وايي موخه یې ولسي پوهاوی دی.
د جنوبي وزیرستان انتظامیې د ۲۰۲۲ز کال د مې په پای کې د مذاکراتو په اړه یوشمېر پاڼې خپرې کړې دي او وايي موخه یې ولسي پوهاوی دی.

د روانې میاشت په پیل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشران او له پاکستانه کابل ته ورغلې جرګه تر خبرو وروسته تر نامعلومه مودې پورې په اوربند سلا شول او ژمنه یې وکړه چې خبرو اترو ته به دوام ورکوي.

په ۵۳ کسیزه جرګه کې د قبایلي سیمو سیاسي، ولسي او مذهبي مشرانو په ګډون، پخواني چارواکي او د پارلېمان ځیني پخواني او اوسني غړي هم شامل ول.

تحریک طالبان پاکستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په قبایلي سیمو او تر یوه وخته په ملاکنډ ډېوېژن کې پراخ نفوذ لاره، هلته یې وسله وال فعالیتونه کول او ګڼې لویې حملې یې وکړې. د پاکستان پوځ په ټولو قبایلي ضلعو او ملاکنډ کې د هغې ناقانونه وسله والې ډلې ضد عملیات وکړل چې له وجې یې مېلیونونه کسان بې کوره شول او د کډوالۍ ژوند ته اړ شول. دې حالت ته په کتو پوښتنه دا ده چې ایا له هغې وسله والې ډلې سره د خبرو د بهیر له پیل راهیسې له قبایلي ولس سره سلا مشوره شوې ده او که نه؟

د باجوړ یو سیاسي او مذهبي مشر خانزېب خان د دې پوښتنې په ځواب کې وايي، امنیتي چارواکو په ځینو سیمو کې "حکومت پلوي مشران" خبر کړي ول خو له ولسه یې مشوره نه ده اخیستې.

نوموړي د جون پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې روانو مذاکراتو خلک د سیمې امنیت په اړه "لا اندېښمن" کړي دي.

اخوا د سوېلي وزیرستان یو ولسي مشر ملک سردار جمال خان وايي، "دا منل شوې خبره ده" چې شخړې په مذاکراتو هوارېږي خو دی پوښتنه کوي چې دا "مذاکرات څوک او څنګه کوي؟"

دی وايي، قبایلي ولس له خورا زیاتو "کړاوونو تېر شوی. بې کوره شوی، او ځاني او مالي تاوانونه" ور په برخه شوي دي نو په اړه یې چې هره پرېکړه کېږي، باید ورسره مشوره وشي.

په قبایلي سیمو کې د تېرو شاوخوا دوو لسیزو ناامنیو تر ټولو زیات ښځې او ماشومان وځپل خو له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو لپاره کابل ته په تللې جرګه کې هېڅ ښځه شامله نه وه.

د جنوبي وزیرستان خبریاله او فعاله رضیه مسیده وايي، که دواړه خواوې "واقعي امن غواړي" نو باید په روان مذاکراتي عمل کې ښځې هم شاملې کړي.

نوموړې وايي، "ښځو تل سوله غوښتې" ځکه چې جګړې ورڅخه "سړي او ماشومان تروړلي" دي.

مسیده پوښتنه کوي چې دا "څنګه انصا دی چې د یوې لویې ابادۍ د تقدیر فیصله کېږي خو پکې د ښځو اواز نه اورېدل کېږي؟"

دا په داسې حال کې ده چې پر اوربند سربېره په یوشمېر قبایلي ضلعو کې حملې، چاودنې او نښتې شوې دي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې ترڅنګ، پوځ په خپلو عملیاتو کې وسله والو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړې دي.

د جرګې او حکومت دریځ

د پاکستان د ۵۳ کسیزه جرګې غړو د مذاکراتو پرمهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی وو چې له تحریک طالبان پاکستان سره هراړخیزه خبرې کوي او موخه یې تلپاتې سولې ته رسېدل دي.

د جرګې یوه غړي او د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر شوکت الله خان د جون پر درېیمه له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې پلاوي یې د قبایلي سیمو په ګډون د پاکستان استازیتوب کاوه.

نوموړي زیاته کړې وه چې که په قبایلي سیمو کې ولسي مشران اندېښنې لري نو جرګه له هغوی سره هم ناستې ته تیار ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۱مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل پیپلز ګوند تر یوې غونډې وروسته غږ وکړ چې له تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په ګډون، له ترهګرۍ سره پر تړلو موضوعاتو باید په پارلېمان کې بحث وشي او پارلېمان باید په دې لړ کې فیصلې وکړي.

XS
SM
MD
LG