د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان ځوانانو پېښور کې د هدفي وژنو ضد احتجاج کړی


د وزیرستان زده کوونکو ټولنې د اګست پر شپږمه په پېښور کې احتجاج وکړ.
د وزیرستان زده کوونکو ټولنې د اګست پر شپږمه په پېښور کې احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ځوانانو له حکومته غوښتي دي چې په سیمه کې دې یې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي او امنیت دې ټینګ کړي.

د وزیرستان زده کوونکو ټولنې (وزیرستان سټوډنټس سوسایټي) د اګست پر شپږمه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې تر احتجاج وروسته خبري غونډې ته وویل چې په سیمه کې یې امنیتي وضعیت خورا خراب دی.

د ټولنې مشر اسد الله وزیر وویل چې د شمالي وزیرستان خلکو د امنیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې خو پر دې سربېره بریدونه روان دي. "په وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ له یوې مودې راهیسې روانه ده. پر موږ په دې دعوه پوځي عملیات وشول چې په سیمه کې به امن راشي، د امن په خاطر موږ خپل هر څه قربان کړل، کورونه مو پرېښوول، کډوال شو، څوک افغانستان ته او څوک دلته، خو بیا هم امن نشته."

په احتجاج او خبري غونډه کې د زده کوونکو ترڅنګ د ملي جمهوري غورځنګ، پښتون ژغورنې غورځنګ استازو او د سیمې یوشمېر مشرانو هم ګډون وکړ.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د ټولو اړوندو ادارو چارواکي د امنیت ټینګښت ته ژمن دي او پرلتوالو ته یې باور ورکړی دی.

د وزیرستان ځوانانو ټولنې د اګست پر شپږمه تر احتجاج وروسته خبري غونډه وکړه.
د وزیرستان ځوانانو ټولنې د اګست پر شپږمه تر احتجاج وروسته خبري غونډه وکړه.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ضد عملیات کړي ول چې له وجې یې څه د پاسه یو مېلیون خلک کډوال شول. حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې په پړاوونو کې ضلعې ته د کورنیو ستنول پیل کړل او تر شاوخوا یو نیم کال پورې پکې امنیتي وضعیت ښه وو خو په ۲۰۱۸ز کال کې هدفي او نور بریدونه پیل شول.

د ملي جمهوري غورځنګ غړي رحیم وزیر خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې پر بې کوره کېدو سربېره یې په سیمه کې امنیت نه دی ټینګ شوی. "د ضرب عضب په نامه پوځي عملیاتو کې یې زموږ کور وران کړی وو او درې کاله مو له خپلې سیمې بهر تېر کړي ول او چې کله خپلې سیمې ته ستانه شو نو هلته هدفي وژنې" پیل شوې.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر مشال راډیو ته وویل چې په شمالي وزیرستان کې نه یوازې بدامني ده بلکې د ده په وینا، د سیمې وسایل هم لوټل کېږي. "په شمالي وزیرستان کې ګیس [موندل شوی] دی چې نېغ په نېغه میانوالۍ ته روان دی. زموږ غوښتنه ده چې دا ګیس دې لومړۍ د وزیرستان خلکو ته ورکړل شي."

وزیر وویل چې د وزیرستان خلکو ته تر ورکولو وروسته که حکومت بیا دا ګیس هر ځای لېږدوي نو دوی پرې اعتراض نه لري.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اوومه په شمالي وزیرستان کې امر کړی وو چې د ګیس ګټه باید لومړی ځايي خلکو ته ورسېږي.

د شمالي وزیرستان ځوانانو او مشرانو په پېښور کې احتجاج پر داسې مهال کړی دی چې په شمالي وزیرستان کې د جولای له ۱۷مې راهیسې د هدفي وژنو ناامنۍ پرضد احتجاجي پرلتونه روان دي. د شمالي وزیرستان په ایدکو (عیدکو) کې پیل شوی پرلت د اګست په لومړۍ اوونۍ کې د ضلعې ټولو سیمو ته غځول شوی او مظاهره کوونکو هغې ضلعې ته تلونکې او ورڅخه وتونکې ټولې لارې وتړلې.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې یې په سیمه کې د هدفي وژنو مخه ونیسي. دوی وايي، د امنیت تر پاخه ډاډه احتجاج ته دوام ورکوي.

اخوا د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاهد علي خان د اګست پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې له لومړۍ ورځې د خبرو لړۍ جاري ساتلې ده خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

د اګست پر اوومه د انتظامیې او پرلتوالو ترمینځ د مسلو هواري او احتجاج پای ته رسولو لپاره مذاکرات دوام لري.

په شمالي وزیرستان کې احتجاج تر هغې وروسته پیل شو چې د جولای پر ۱۴مه په ایدکو (عیدکو) کې د جمعیت علمای اسلام دوه ځايي مشران په هدفي برید کې ووژل شول.

پولیس دعوه کوي چې د قاري سمیع الدین ، قاري نعمان او د وزیرستان ځوانانو د تنظیم د څلورو غړو په وژنه کې یې د ککړتیا په تور پینځه کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله ټول ۳۸ بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات قبایلي مشران او فعال ځوانان پکې وژل شوي دي.

حکومت او امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په هدفي بریدونو کې یې د ککړتیا په تور یوشمېر وسله وال نیولي او وژلي دي.

XS
SM
MD
LG