د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشاه دوکانداران وايي که یې غوښتنې ونه منل شوې د چارواکو کورونه به محاصره کړي


د میرامشاه دوکاندارانو او د جایداد مالکانو د احتجاج پخوانی عکس
د میرامشاه دوکاندارانو او د جایداد مالکانو د احتجاج پخوانی عکس

پېښور – د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازار دوکاندارانو او د جایداد مالکانو دړکه کړې ده چې که یې غوښتنې ونه منلې شوې نو د حکومتي چارواکو کورونه محاصره کوي.

دوي په میرامشاه کې د یوه نیمې میاشتې تر پلپسې احتجاج وروسته د جنورۍ له ۲۹مې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ مخې ته په احتجاج ناست دي.

دا احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې د وسله والو پرضد د ضرب عضب عملیاتو پر مهال دوی ته د رسېدلي تاوان ازاله وکړي.

دوي وايي په دې عملیاتو کې یې دوکانونه ، مارکېټونه او نور جایدادونه نړل شوي او لوټ شوي دي د کوم په اړه چې د دوي په وینا تر کره پلټڼو وروسته حکومت ته د تاوان لپاره معلومات ورکړل شوي وو.

د فرورۍ پر اوومه په پېښور کې روان دې پرلت ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي میر کلام وزیر وویل تر هغه وخته به احتجاج جاري ساتي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

نوموړي وویل ، “تر څو به حکومتي چارواکو پر دې تورو بېرغونو سترګې پټې کړې وي ، چې دوي نه دي ستړي نو موږ هم نه یو ستړي خو دا وایو چې موږ د چارواکو او د هغو خلکو د کورونو دروازې تړلای شو چې ټول نظام یې په ټپه درولی دی.”

د میرامشاه بازار د کاري کمېټۍ جنرل سیکرټري سخي الرحمان وویل چې په احتجاج کې وهل کېدونکی ډول یې د ده په وینا ، په هغو غلو پسې را اخیستی چې د میرامشاه بازار یې لوټلی وو.

د شمالي وزیرستان یو بل قبایلي مشر ډاکټر ګل عالم وویل چې دوي د بدلې اخیستلو خبره نه کوي بلکې خپل حق غواړي.

ده وویل ، “ دا نه ورته وایو چې کور دې را ړنګ کړی دی کور در ړنګوو ، مارکېټ دې را ړنګ کړی دی مارکېټ در ړنګول ، کور دې لوټلی دی کور دې لوټم بلکې موږ ورته وایو چې موږ ته د رسېدلي تاوان ازاله وکړئ.”

احتجاج کوونکي وايي حکومت د مرلې پر سره یې ۴۵ لکه روپۍ او د یو فټ مربع پر سر ۳۵۰۰ روپۍ منلې وېخو اوس یې نه ورکوي.

د دوی په وینا ،حکومت اوس ورته وايي چې د یوې مرلې پر سر ۱۵ لکه او د یو فټ مربع پر سر به ۱۲۰۰ روپۍ درکړو خو دوي دا وړاندیز نه مني.

دې دوکاندارانو او د جایداد مالکانو له هغه وروسته د جنورۍ پر ۲۹مه په پېښور کې احتجاج پیل کړ چې د دوی وینا په میرامشاه کې یې چا غږ وانه ورېدی.

حکومت تر اوسه په پېښور کې د روان احتجاج په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG