د لاسرسي ځای

تازه خبر

دته خېل: سرکار دې د ترقۍ او امنیت کړې ژمنې پوره کړي


پوځیان په وزیرستان کې له سیمه ییزو مشرانو سره ګوري - تصویر له ارشیفه
پوځیان په وزیرستان کې له سیمه ییزو مشرانو سره ګوري - تصویر له ارشیفه

د دته خېلو اوسیدونکي او مشران وايي، چې یو خوا یې سیمه ډېره وروسته پاتې ده بل پلو یې بې کوره شوي کډوال خپلو کورونو ته نه پرېښودل کېږي. دوی هیله مند دي چې حکومت او پوځ به ورسره کړې خپلې ژمنې ترسره کړي.

یاده دې وي چې د جنورۍ پر ۲۸مه نېټه د پېښور کور کمانډر فیض حمید د شمالي وزیرستان او دته خېلو کې له قبایلي مشرانو او ځوانانو سره په جرګه کې نه یوازې په سیمه کې د امن باوري کولو لپاره ټینګار کړی وو بلکې په دته خېلو کې یې د یوشمېر پرمختیايي کارونو ژمنې هم کړې وې.

د دته خېلو یو مشر او د کډوالو کمېټۍ مشر ملک رحمت الله مشال ریډیو ته وویل چې د کور کمانډر دوره او ژمنې ستايي خو هیله ترې کوي چې عملي یې هم کړي. "کور کمانډر ډېر اعلانونه او ژمنې وکړې، که داسې وشي، نو ورنه مننه به وکړي، د دوی کډوال لا هم بې کوره دي، سیمه یې وروسته پاتې ده، په تېرو ۷۰ کلونو کې یې هېڅ د ترقۍ کارونه نه دي شوي، نه سکول، نه کالج او نه هم د ژوند نوری اسانتیاوې لري."

د نوموړي په خبره تر ټولو مهمه دا ده چې نور دې یې په امن سره خپلو کورونه ته ولېږدوي او په سیمه کې دې امن باوري کړي.

د دته خېلو یوبل اوسېدونکی یاسین خان هم په خپله سیمه کې د بجلۍ، سړک او د ژوند نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاهد علي خان مشال ریډیو ته وویل چې په دته خېلو کې ګڼې ترقیاتي پروژې په پام کې لري، او په وینا یې چې د کډوالو راستنولو لپاره پلان روان دی او د سیمې پاکولو چارې هم په تندۍ سره روانې دي.

شمالي او جنوبي وزیرستان ته په دا وروستیو کې د پوځي مشرانو ورتګ او هلته له قبایلي مشرانو او ځوانانو سره جرګې او غونډې زیاتې شوي دي چې پکې ځايي ولس د سیمې امن باوري کولو لپاره د کوټلي ګامونو، د روزګارۍ ختمولو موقعې زیاتولو، متاثره خلکو له د تاوانونو معاوضې ورکولو غوښتنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG