د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د امریکا د برید په ځای کې یې د چا مړی نه دی موندلی


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مشال راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دوی د دې پېښې په ځای کې د هیچا مړی نه دی موندلی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مشال راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دوی د دې پېښې په ځای کې د هیچا مړی نه دی موندلی.

د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست پر لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی.

د امریکايي چارواکو په وینا، د بې پیلوټه الوتکې په دې برید کې له "هیل فایر" ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مشال راډیو ته په یوه پیغام کې لیکلي دي چې دوی د دې پېښې په ځای کې د هیچا مړی نه دی موندلی.

نوموړي ویلي چې په دې برید کې له داسې موادو کار اخیستل شوی دی چې هرڅه یې له منځه وړي دي.

هغه وايي، "تر اوسه دغه ټوله موضوع تر څېړنو لاندې ده. کوم جسد هم موږ لا نه دی موندلی، ځکه هلته داسې بارود کارول شوي چې هرڅه یې کاملاً له منځه وړي."

امریکايي ځواکونو چې کله د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه نېټه د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده شبکې د هغه وخت مشر اسامه بن لادن وژلی وو نو د هغه مړی یې له ځان سره وړی وو.

خو د امریکا حکومت تر اوسه د ایمن الظواهري د مړي په اړه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي چې ګواکې پر هغه د شوي برید په ځای کې د چا جسد نه دی موندل شوی.

ایمن الظواهري څوک وو؟

ایمن الظواهري په ۱۹۵۱ز کال د جون پر ۱۹مه د مصر په قاهره ښار کې زېږېدلی و. د ده نیکه د مصر د الازهر پوهنتون د جومات امام، پلار یې ډاکتر او د قاهرې له مشهورې کورنۍ څخه و.

الظواهري د طب زده کړې کړې وې او په قاهرې کې یې د سترګو د ډاکتر په توګه هم کار کړی و، په ورته وخت کې یې سختدرېځو ډلو ته هم ډېررجحان درلود.

له جهادي ډلو سره ملګرتیا

د بن لادن مغز کتاب چې اوبری ایملمن وکترین کولمن لیکلی، د الظواهري په اړه یې لیکي چې نوموړی په ۱۵ کلنۍ کې د مصر له اخوان المسلمین ګوند سره يو ځای شو.

د الظواهري نیکه د مصر د الازهر پوهنتون د جومات امام او پلار یې ډاکتر وو
هغه په ۱۹۷۳ کال کې په مصر کې د اسلامي جهاد له ډلې سره ملګری شو چې د مصر حکومت د نړولو لپاره جوړه شوې وه. الظواهري د اویایمې لسیزې په پای کې د دې ډلې مشر وټاکل شو.

هغه په ۱۹۸۱ کال کې د مصر د هغه وخت د ولسمشر انور سادات له وژل کېدو وروسته په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور زنداني شو.

له زندانه ازادېدل او پاکستان ته تلل

د مغز بن لادن کتاب لیکوال لیکي چې الظواهري له ۳ کلونو وروسته له زندانه ازاد شو او په ۱۹۸۵ کال کې د سره صلیب سازمان په مرسته یې مصر پرېښود او پاکستان ته روان شو.

هلته یې د جراح (سرجن) په توګه د هغو مجاهدینو درملنه کوله چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او د هغه وخت د افغان حکومت پر ضد جنګېدل.

الظواهري په پاکستان کې د عرب مجاهدینو له یوه مهم مشر اسامه بن لادن سره اشنا شو او نېږدې اړیکې یې ورسره جوړه کړې.

د اسامه بن لادن او الظواهري ملګرتیا

بن لادن او الظواهري د ۱۹۸۸ کال په لومړیو کې په رسمي ډول د مصر د اسلامي جهاد او القاعده ډلې یو ځای کړې چې یو ځای خپل "جهاد" ته دوام ورکړي.

اسامه بن لادن د القاعدې رهبر او ایمن الظواهري یې مرستیال وټاکل شو.

هغوی په لومړي ګام کې په ۱۹۸۸ز کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا په دوو سفارت خانو بریدونه وکړل چې پکې ۲۲۴ تنه ووژل او ۴۵۰۰ ټپیان شول، هغه موضوع چې د امریکا اوسني ولسمشر هم په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه او الظواهري یې د یادو بریدو مهم پلاوونکی وباله.

له هغه وروسته د ۲۰۰۰ز کال په اکتوبر کې د یمن په اس اس کول کې په کښتۍ کې د القاعدې شبکو سپرو ځانمرګو بریدکوونکو ځانونه وچول او ۱۷ امریکايي سمندري ځواکونه یې ووژل او ۳۹ تنه نور یې ټپیان کړل. د امریکا ولسمشر جو بایډن د الظواهري د وژل کېدو په اړه په وینا کې نوموړی د دې برید متفکر مغز بللی دی.

ښي اړخ ته ايمن الظواهري او کېڼ طرف ته اسامه بن لادن. دا تصوير پاکستاني خبريال حامد مير د ۲۰۰۱ز کال د نومبر پر ۱۰مه نېټه له اسامه بن لادن سره د مرکې پر مهال اخیستی وو چې ډان ورځپانې خپور کړ.
ښي اړخ ته ايمن الظواهري او کېڼ طرف ته اسامه بن لادن. دا تصوير پاکستاني خبريال حامد مير د ۲۰۰۱ز کال د نومبر پر ۱۰مه نېټه له اسامه بن لادن سره د مرکې پر مهال اخیستی وو چې ډان ورځپانې خپور کړ.
خو د القاعدې تر ټولو ستر بریدونه د ۲۰۰۱ کال په سېپټمبر کې په نيويارک کې پر نړېوال سوداګریزه مرکز او پنټاګون ول چې د بن لادن او الظواهري له خوا جوړ شوي وو. په دې بریدونو کې ۲،۹۷۷ کسان وژل شوي ول او د بايډن په وینا الظواهري په دې برید کې هم ونډه درلوده.

له هغه وروسته امریکا د الظواهري په اړه هر ‌ډول معلوماتو ته چې د هغه د نیولو او وژلو سبب کېږي، ۲۵ میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

دا اعلان د امریکا فېدرالي ادارې (اېف بي ای) او ریوارډ فارجسټس ووېبپاڼو خپور شو او تر اوسه لا لرې شوي نه دي.

د سېپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان حمله وکړه، چېرته چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن، ایمن الظواهري او ټوله ډله یې مېشته وه. طالبان هغه وخت حاضر نه شول چې بن لادن امریکا ته وسپاري او امریکا هم پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو حکومت يې نسکور کړ.

الظواهري او د القاعدې ډلې مشري

له هغه وروسته چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د امریکايي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې ووژل شو، ایمن الظواهري د دې ډلې مشر شو.

الظواهري چې په دې دومره موده کې په نامعلوم ځای کې اوسېده، د امریکايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره کابل ته ولاړ او له خپلې مېرمنې او لور سره په کابل کې اوسېده.

الظواهري په ۷۱ کلنۍ کې د روان ۲۰۲۲ ز کال د جولای پر ۳۱مه نېټه د امریکا د بې پیلوټه طیارو په برید کې په کابل کې ووژل شو او د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه ورځ وروسته دا برید تاید کړ چې الظواهري پکې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG