د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستانکزی: تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي به ژر بیا خلاص شي


شېر محمد عباس ستانکزي د جولای پر ۲۷مه د خبرو پر مهال دا و نه ویل چې حکومت به کله ښوونځي بیا پرانیزي - پخوانی انځور.
شېر محمد عباس ستانکزي د جولای پر ۲۷مه د خبرو پر مهال دا و نه ویل چې حکومت به کله ښوونځي بیا پرانیزي - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي ویلي دي چې په افغانستان کې به تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي "ډېر ژر" پرانیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د جولای پر ۲۷مه په هېلمند کې د کجکي بند د برېښنا د دویم پړاو یا فېز پرانیستغونډې پر مهال په خبرو کې د ښوونځیو د پرانیستو نېټه و نه ښووله خو ټینګار یې وکړ چې د طالبانو حکومت د نجونو تعلیم ته زمینه برابروي.

ده وویل، هېڅ هېواد "له تعلیم پرته مخ ته نه شي تللی او د تعلیم دروازه به اسلامي امارت انشا الله ډېر ژر د افغانستان د ټولو اوسېدونکو پر مخ خلاصه کړي. دا هم لوی جهاد دی، چې و به یې کړو."

خو د طالبانو پر ژمنو سربېره له شاوخوا یو کال راهیسې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي. د دې له وجې د طالبانو حکومت له نړیوال فشار او انتقادونو سره مخامخ دی.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې د نجونو د تعلیم په ګډون د ښځو پر کار محدودیتونه زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت وايي، د "شریعت په چوکاټ" کې ښځو ته د کار اجازه ورکوي خو د دې چوکاټ وضاحت یې نه دی کړی. هغوی همداراز زیاتوي چې یو کمېسیون د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG