د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ پوليسو عدالت ته په یوه مقدمه کې د علي وزير ګرفتاري په ډاګه کړه


علي وزير له څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی - انځور له ارشيفه
علي وزير له څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی - انځور له ارشيفه

د کراچۍ پوليسو د ترهګرۍ ضد یوه عدالت ته د ۲۰۱۹ز کال په مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان منتخب استازي علي وزير ګرفتاري رسماً په ډاګه کړې ده.

وزیر وار له مخه په کراچۍ کې د ۲۰۱۸ز، ۲۰۱۹ز او ۲۰۲۰ز کلونو په مقدمو کې بندي دی. د فبرورۍ پر ۲۲مه، پولیسو عدالت ته د ۲۰۱۹ز کال په مقدمه کې د هغه ګرفتاري وښوده.

په درېواړه مقدمو کې پر نوموړي د رياست ضد ويناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه يې ردوي. د پاکستان سپريم کورټ نوموړي ته د ۲۰۲۰ز کال په مقدمه کې ضمانت ورکړی خو په نورو دوو مقدمو کې لا هم د هغه ضمانت نه دی منل شوی. وزير له څه باندې ۱۴ مياشتو راهيسې په کراچۍ کې زنداني دی.

د علي وزير وکيل قادر خان د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل چې علي وزير د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د ۲۰۱۹ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه يوې جلسې ته د "رياست ضد وينا" په تور نيول شوی دی.

د نوموړي په وينا، د فبرورۍ پر ۱۴مه د ترهګرۍ ضد يو عدالت د ۲۰۱۹ز کال په مقدمه کې د علي وزیر د "سمدستي ګرفتارۍ امر" کړی وو چې پولیسو ورته د فبرورۍ پر ۲۲مه د هغه ګرفتاري رسماً تایید او په ډاګه کړه.

د وزیر ګرفتاري پر داسې وخت په ډاګه شوې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتين په مشرۍ د فبرورۍ له ۱۳مې نېټې راهيسې د هغه د خوشې کولو د غوښتنې په خاطر د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی. په پرلت کې د پاکستان له یوشمېر برخو څخه د پي ټي اېم پلویان ګډون کوي.

پښتين د فبرورۍ ۲۲مې پر ماخوستن احتجاجي ناستې ته په وينا کې وويل، سيند حکومت دا قانوني اختيار لري چې د علي وزير پرضد مقدمې واپس واخلي. ده ګواښ وکړ چې که غوښتنې يې و نه منل شوې نو د اسلام اباد پر لوري به لاریون پیلوي.

نوموړی د لانګ مارچ نېټه و نه ښوده خو و یې ويل "له لانګ مارچه وړاندې یوه خبري غونډه کوو او بيا به يوازې د علي وزير د خلاصولو غوښتنه نه کوو بلکې له کوټې څخه تر سوات پورې پښتنو ته ورپېښې ټولې مسلې به په غوښتنو کې شاملوو."

خو د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د فبرورۍ پر ۲۱مه په پېښور کې خبري غونډې ته ويلي ول چې د سیند صوبايي حکومت د علي وزیر خوشې کولو واک نه لري. "موږ همېشه له وزيرستانه منتخبو استازو لپاره غږ پورته کړی نو ځينې قوتونه پرې خوشاله نه ول نو ځکه يې د علي وزير پر ضد مقدمه په کراچۍ کې جوړه کړه او نوموړی يې هم په ياد ښار کې زنداني کړ."

د بلاول بوټو زرداري ګوند په سیند کې واکمن دی.

بلاول بوټو زرداري زرداري وايي صوبايي حکومت د علي وزیر د خوشې کولو واک نه لري - انځور له ارشیفه
بلاول بوټو زرداري زرداري وايي صوبايي حکومت د علي وزیر د خوشې کولو واک نه لري - انځور له ارشیفه

بلخوا د پي ټي اېم د کراچې مشران وايي چې د وزیر په اړه یې د سيند د بلدياتو له وزیر ناصر حسين شاه او د اطلاعاتو له وزیر سعيد غني سره يې خبرې اترې شوې خو لا هم نتیجې ته نه دې رسېدلي.

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته روان پرلت ته هر ورځ ګڼ خلک او د سیاسي او نورو سازمانونو غړي او مخکښه مشران ورځي. د فبرورۍ پر ۲۲مه د پاکستان د سپريم کورټ وکيل علي احمد کرد له خپلو نورو ملګرو سره په ناسته کې ګډون وکړ.

XS
SM
MD
LG