د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید نهه امنیتي عسکر ټپي کړي‌


په شمالي وزیرستان کې په پرلپسې توګه د وسله والو له خوا د هدفي وژنو، چاودنو او نورو داسې بریدونو لړۍ روانه ده. 
په شمالي وزیرستان کې په پرلپسې توګه د وسله والو له خوا د هدفي وژنو، چاودنو او نورو داسې بریدونو لړۍ روانه ده. 

په شمالي وزیرستان کې پر د پاکستاني پوځ پر یو قافله ځانمرګي برید نهه امنیتي عسکر ټپي کړي دي.

د پوځ او پولیس چارواکي وايي چې دا پېښه د جولای پر څلورمه مازیګر مهال په میرعلي کې خدي مارکېټ ته مخامخ پر سړک شوې ده.

دوی وايي چې دا یو ځانمرګی برید وو چې نهه امنیتي عسکر یې ټپي کړي خو ولسي خلکو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

د استخباراتي ادارو چارواکو هم مشال راډیو ته د پېښې پخلی کړی او وايي چې ځانمرګي خپل په بارودو بار موټرسایکل د امنیتي ځواکونو له قافلې سره ټکر کړی دی.

په میرامشا کې د پوځ یو افسر مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي ځواکونو دا قافله له بنو څخه د شمالي وزیرستان دته خېلو ته روانه وه چې دا برید ورباندې شوی دی.

دوي وویل چې ژوبل شوي سرتیري یې د بنو پوځي روغتون ته رسولي چې د درو روغتیايي حالت پکې د اندېښنې وړ دی.

د دې رپورټ تر خپرېدو چا د دې پېښې زمه واري نده منلې.

په شمالي وزیرستان کې په پرلپسې توګه د وسله والو له خوا د هدفي وژنو، چاودنو او نورو داسې بریدونو لړۍ روانه ده.

دا پر دې سربېره ده چې د تحریک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت ترمنځ د روغې جوړې خبرو په نتیجه کې اوربند هم شوی دی.

خو یوازې د جون له نیمايي راهیسې په هغه قبایلي ضلع کې وسله والو په څلورو هدفي بریدونو کې یوشمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د جون پر ۲۸مه د پولیو واکسیني کیمپېن پر مهال یو روغتیايي کارکوونکی او دوه پولیسان په برید کې ووژل شول. په حمله کې یو ماشوم هم ژوبل شو.

تر دې دوه ورځې مخکې، د هغې ضلعې په نورک سیمه کې په وسله وال برید کې دوه ځايي کسان ووژل شول.

د جون پر ۲۳مه په درپه خېلو کې د پاکستان پوځ د هغه سرتېري مړی وموندل شو چې یوه ورځ مخکې تښتول شوی وو او د جون پر ۱۹مه وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل.

په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۲۲ز کال له پیله د جولای تر درېیمې پورې ټول ۲۶ هدفي بریدونه شوي ول.

XS
SM
MD
LG