د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د پوليو کمپاين يو کارکوونکی او ۲ پولیس وژل شوي دي


د جون په ۲۸مه د وژل شوي پوليسو جنازه
د جون په ۲۸مه د وژل شوي پوليسو جنازه

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي د جون په ۲۸مه، په ميرامشا کې په يو بريد کې د پوليو واکسينو د کمپاين يو کار کوونکی او د هغوی پر حفاظت مقرر ۲ پوليس وژل شوي دي.

د شمالي وزيرستان د پوليسو د پلټونکې څانګې ايس پي، محمد زمان د جون په ۲۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په بريد کې يو ماشوم هم زخمي شوی دی. هغه زیاته کړه چې بريد کوونکي تښتېدلي خو پوليسو پلټنې پيل کړي دي.

تر اوسه پورې چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. وسله والو بريد د واکسینو د روان کمپاين په وخت هغه مهال کړی چې روغتيايي کارکوونکو ماشومانو ته واکسين ورکول. په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیو مخنیوي پروګرام چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې یو بل ماشوم ګوزڼ یا پولیو وهلی دی. د دوی په وینا، د میر علي په اته میاشتني ماشوم کې د پولیو ناروغۍ پخلی شوی دی.

د شمالي وزیرستان د صحت محکمې مرستیال مشر ډاکټر شمس د جون پر ۲۷مه په دې اړه مشال راډیو ته وویل. "دلته د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی. مطلب دا دی په شمالي وزیرستان کې د پولیو وایرس شته نو باید چې په یوه میاشت کې ماشومانو ته دوه وارې د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي."

ډاکټر شمس وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې د جون له ۲۷مې د جولايي تر دویمې نېټې د پولیو ضد څاڅکو ورکولو کمپاین پیل کړی دی. په پاکستان کې سږ کال تر اوسه ۱۱ ماشومان پولیو وهلي دي او دا ټول د شمالي وزیرستان دي.

په شمالي وزيرستان کې په دې وروستيو کې بدامني ډېره شوې ده. د جون پر ۱۹مه په یو وسله وال برید کې د شمالي وزیرستان د ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي ووژل شول. د هغو کسانو وژنې پراخ غبرګونونه او مظاهرې وپارولې.

د میرلي پولیسو د جون پر ۲۷مه په بیان کې ویلي وو چې وسله والو د جون ۲۶مې شپې مهال په نورک سیمه کې وسله والو هغه دوه کسان وژلي چې پر موټرسايکل چيرته روان وو. تر اوسه روښانه نه ده چې د میرلي پر هغو دوو اوسېدونکو ولې ډزې وشوې او د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې.

د جون په ۲۷مه، امنیتي ځواکونو دعوه وکړه چې په هغه قبایلي ضلع کې یې د عملیاتو پر مهال هغه اووه مشکوک وسله وال وژلي دي چې روانه میاشت یې د وزیرستان ځوانانو سازمان د څلورو فعالانو په وژنه کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG