اقبال مومند: ۲۷م اییني ترمیم دولتي ادارې زیانمنوي
په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل په پېښور کې د خیبر پښتونخوا پخوانی سرکاري وکیل (اېډووکېټ جنرل) اقبال مومند مېلمه کړی. هغه له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې وکالت کوي. نوموړی وايي، په وروستیو کې په اساسي قانون (ایین) کې شوی ۲۷م ترميم د اصلاحاتو پر ځای عدلیه زیانمنوي. د نومبر پر ۱۳مه ولسمشر اصف علي زرداري د ۲۷م اییني ترمیم مسوده لاسلیک کړه چې ورسره سم، په پاکستان کې وفاقي اییني عدالت جوړ شو چې مهمې دندې یې د اساسي قانون تعبیر او تشریح کول، د وفاق او صوبو ترمینځ لانجې هوارول او د "اساسي یا بنیادي حقونو" د عملي کولو په برخه کې د واک کارول دي. تر دې مخکې دا ټول واکونه له سپریم کورټ سره ول چې اوس به د ملکي (سېول) او جنايي قضیو د پرېکړو لپاره د هېواد تر ټولو لوی عدالت په توګه کار کوي. له مومند سره بشپړه مرکه واورئ.
برخې
-
دسمبر ۱۱, ۲۰۲۵خالد سلطان: د پاکستان او افغانستان ناندرۍ ولسونه ځپي
-
دسمبر ۰۴, ۲۰۲۵اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
-
فبروري ۰۹, ۲۰۲۵بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
-
جنوري ۲۶, ۲۰۲۵د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟