بنګلادېش د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو په اسیا کپ کې افغانستان ته په درو وېکټونو ماتې ورکړه.
د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوې دې لوبه کې افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سر ۲۸۳ منډې وکړې.
په دې کې د فیصل شینوزاده ۱۰۳، د عزېرالله نیازي ۴۴ او عزیزالله میاخېل ۳۸ منډې شاملې وې.
د بنګلادېش لوبډلې ورکړل شوی هدف په داسې وخت کې د اوو لوبغاړو په سر پوره کړ چې شپږ بالونه یې لا پاتې وو.
د بنګلادېش له خوا تر ټولو په زړه پورې لوبه زواد ابرار وکړه او ۹۶ مندې یې وکړې. د هغه تر څنګ رفعت بېګ ۶۲ او عزیز حکیم ۴۷ منډې وکړې.
د افغانستان له خوا خاطر ستانکزی او روح الله عرب د ۲، ۲ وېکټونو په اخیستو بریالي شول.
د کرکټ اسیايي کونسل تر څارنې لاندې د کرکټ تر ۱۹ کالو کم عمرو اسیا کپ د ډېسېمبر پر ۱۲مه پیل شوی او د پای لوبه یې د هم دې میاشتې پر ۲۱مه ترسره کېږي.
په دې سیاليو کې د اتو اسیايي هیوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده چې په دوو ډلو وېشل شوې دي.
په اې ګروپ کې پاکستان، هند، متحده عرب امارات او مالیزیا شامل دي. په بي ګروپ کې بیا افغانستان، بنګلادېش، سريلنکا او نیپال اچول شوي دي.
په دې سیالیو کې یوازې هغه لوبغاړي لوبېږي چې عمرونه یې تر ۱۹ کالو کم ګڼل کېږي.