د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟

تازه شو

د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:28 0:00

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمینځ ټولې لارې تړلې دي او دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي ولاړ دي. دا ستونزه هغه وخت پیدا شوه چې په اکتوبر کې پاکستان په افغانستان کې حملې وکړې او بیا د دواړو هېوادونو د حکومتي ځواکونو ترمینځ پر پوله نښتې وشوې. تر هغې وروسته د پاکستان او طالبانو حکومتي استازو د ترکیې او قطر په مینځګړتوب خبرې هم وکړې، خو بې نتیجې پای ته ورسېدې. د لارو بندېدو له وجې د ډېورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي. پوښتنه دا ده چې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو ترمینځ اصلي ستونزه څه ده، خلک یې څه وايي او ایا دا لارې دایمي تړلې پاتې کېدای شي او که څنګه؟ ځواب یې په دې ویډیويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG