د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د يوه سرتېري مړی موندل شوی


د شمالي وزيرستان نقشه
د شمالي وزيرستان نقشه

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو د يوه سرتېري مړی موندل شوی دی.

يوه امنيتي چارواکي، چې له رسنيو سره یې د خبرو اجازې نه لرلو له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه، د جون پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د وژل شوي سرتېري نوم عين الله دی چې د درپه خېلو اوسېدونکی دی.

چارواکی وايي، عين الله د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې دنده ترسره کوله او دا مهال په چوټۍ (رخصتۍ) خپل کلي ته تللی وو. د ده په وینا، هغه سرتېری د جون پر ۲۲مه د شپې مهال "نامعلومه کسانو" تښتولی وو چې مړی یې د جون پر ۲۳مه د ټوچي خوړ پر غاړه موندل شوی. چارواکی زیاتوي چې له سرتېري څخه سر پرې شوی وو او مړی یې د میرامشا روغتون ته انتقال شوی دی.

تر اوسه هېچا د نوموړي د وژنې مسوليت نه دی منلی خو د شمالي وزیرستان د پوليسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وويل چې د "نامعلومه کسانو پرضد يې مقدمه درج" کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG