د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثناالله: د طالبانو مشران مسلم خان او محمود خان نه دې خوشې شوي


د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله
د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناالله

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان مشران غړي، مسلم خان او محمود خان خوشي کړل شوي نه دي بلکې لا هم د پوځ سره په زندان کې دي.

رانا ثناالله د جولای پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې د جولای په پينځمه شوې د قامي سلامتۍ کمېټۍ په غونډه کې يو ګډونوال له پوځي مشرتابه وپوښتل چې ایا د وسله والو طالبانو مشران مسلم خان او محمود خان خوشي کړل شوي دي؟ نو هغوی په ځواب کې وويل: "نه، هغوی لاهم د پوځ په جېل کې دي."

مسلم خان د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند وو چې ورته په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه. پر ده د ۳۱ کسانو د وژنو تور وو. محمود خان د طالبانو یو مخکښه قومندان وو چې ورته هم په دې کال د چيني انجينرانو د پيسو په بدل کې د تښتولو په تور کې د ۲۰ کالونو بند سزا اورول شوې وه.

د دوی په اړه د سږکال مې مياشت کې باخبره سرچينو مشال راډیو ته وويل چې مسلم خان او محمود خان په دې موخه په افغانستان کې طالب چارواکو ته سپارل شوي چې که له ناقانونه ډلې سره یې د سولې خبرې بریالۍ شي، نو هغوی به خوشې شي.

د قامي سلامتۍ کمېټۍ غونډه د جولای پر پینځمه د دې لپاره شوې وه چې پکې د پوځ مشران له تحریک طالبان پاکستان سره د روانو مذاکراتو په اړه پارلېمان په اعتماد کې واخلي او هغوی يې له جزیاتو خبر کړي.

غونډه د قامي اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ شوې وه چې د وزیراعظم شهباز شریف سربېره نور پارلیماني مشران او لوړ پوړي پوځي او استخباراتي چارواکي هم موجود وو.

غونډې ته د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د ای اېس ای مشر جنرال نويد انجم او د پېښور کورکمانډر له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل. وروسته په هم دې ورځ د پاکستان د وزیراعظم دفتر يو بیان خپور چې پکې وويل شو چې کمېټۍ له طالبانو سره د مذاکراتو منظوري ورکړه.

رانا ثناالله په خبرې کنفرنس کې د کمېټۍ د غونډې معلومات په رسمي توګه له رسنيو سره شريک کړل او وې ويل چې د غونډې ځينو ګډونوالو له طالبانو سره پر خبرو اترو اعتراضونه وکړل خو په پای کې ټول په دې سلا شول چې د مسايلو يوازېنۍ لاره مذاکرات دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پوځ مشرتابه پر دوی خپلې خبرې ونه تپلې او سياسي مشرانو ته يې د مذاکراتو د کړه وړه، ګټو او تاوانونو په اړه يې سلا مشورې ورکړې. هغه ادعا وکړه چې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې په لومړي پړاو کې دي او د ده په وينا، مذاکرات به د پارلېمان تر څار لاندې کېږي. د وزیراعظم د دفتر په بیان کې ويل شوي ول چې د خبرو اترو د جاج او څارنې لپاره يوه پارلېماني کمېټۍ هم جوړه شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو عمل په افغانستان کې د طالبانو په منځګړتوب پیل شوی و چې وروسته و ځنډېد. خو بیا د روان کال د جون په دویمه کابل ته له پاکستانه یوه ۵۳ کسیزه جرګه له ټي تي پي سره د مذاکراتو لپاره ورغلې وه چې له دوه ورځنیو خبرو او مذاکراتو وروسته، د جون پر درېیمه بېرته پاکستان ته ستنه شوه.

د دې خبرو په نتيجه کې تر نامعلومې مودې پورې د پاکستاني د امنيتي ځواکونو او تحريک طالبان پاکستان تر منځ د اوربند د غځولو اعلان وشو.

د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د مې په مياشت کې مشال راډيو ته وويل چې د افغان طالبانو په منځګړتوب، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي. دغه قوماندان مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دوهمه هغه د خيبر پښتونخوا سره د قبايلي سيمو انضمام ختمول دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ په مذاکراتو کې دوی ته شرط ايښی چې تحريک طالبان پاکستان به خپله ډله ختموي، بې لایسنسه ټوپکې به نه ګرځوي، د پاکستان ايين به مني او داعش ډلې سره به اړيکې نه ساتي.

د تحريک طالبان پاکستان مشر، نور ولي مسید د جون په ۲۹مه په هغه ويډيو مرکه کې چې دې ډلې خپره کړې وه، ويلي وو چې دوی به هېڅکله تسليم نه شي او د قبايلي سيمو د انضمام ختمولو له غوښتنې هم نه اوړي. تر دې مخکې د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله ويلي‌وو چې د قبايلي سيمو د انضام ختمېدو غوښتنه غيراييني ده.‌

XS
SM
MD
LG