د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان يوه جرګه کابل کې له ټي ټي پي سره مذاکرات کوي


د هغه پوسټر يوه برخه چې د جنوبي وزیرستان انتظامیې په وروستیو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د پوهاوي لپاره خپور کړی دی.
د هغه پوسټر يوه برخه چې د جنوبي وزیرستان انتظامیې په وروستیو کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د پوهاوي لپاره خپور کړی دی.

په افغانستان کې له پاکستانيو طالبانو سره د سولې د خبرو د یو بل پړاو لپاره یوه ۵۰ کسیزه جرګه د کابل په سفر ده.

په دغه جرګه کې د ملاکنډ او قبایلي ضلعو مشران، پخواني سرکاری افسران، سېنېټران او د قامی اسمبلۍ ځيني موجوده او پخواني غړي شامل دي چې د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته ورسېدل.

د پاکستان یوې سفارتي سرچینې مشال راډیو ته تایید کړه چې جرګه کابل ته رسېدلې او زیاته یې کړه چې هلته د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر هوايي ډګر ورغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل.

د هغې جرګې یو غړي او پخواني سېنېټر محمد صالح شاه د مې پر ۳۱مه مشال راډيو ته وویل، د پاکستان پوځي او سیاسي مشرتابه د جرګې ملاتړ کوي. هغه هيله وښوده چې خبرې به نتيجه ورکړي. "د تحریک طالبان [پاکستان یا ټي ټي پي] خلک مو هم وروڼه دي، نیتونه مو صفا دي. د روژې تر میاشتې مخکې موږ افغانستان ته درې ځلې له ټي تي پي سره مذاکراتو ته لاړو. د دې په نتيجه کې مو وليدل چې ډز بندي وشوه. ډز بندي د امن پيغام دی. موږ دا امید لرو چې په پاکستان او افغانستان کې به بشپړ امن راشي."

پوځ موږ ته وويل چې دوی (ټي ټي پي) زموږ خپل خلک دي، پاکستانیان دي او نه غواړو چې ورسره جنګ وکړو.
مولانا جمال الدين

د مې پر ۱۸مه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې دوی د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب کړی او دواړه خواوې د مې تر ۳۰مې پورې پر اوربند سلا شوي دي. هغه د اوربند د غځېدو هيله ښوولې وه خو د مې پر ۳۱مه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې او په دې هکله نورو خبرو ته ضرورت دی.

په کابل کې له پاکستانيو طالبانو سره خبرو ته تر تګ مخکې د ۵۰ کسیزه جرګې غړو د مې پر ۳۰مه په پېښور کې د پېښور له کور کمانډر او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای له پخواني مشر جنرل فیض حمید سره لیدلي ول. له رپورټونو سره سم، جنرل حميد هم تر دې مخکې په کابل کې د ټي ټي پي له مشرانو سره د سولې په مذاکراتو کې ګډون کړی وو البته پوځ او حکومت د نوموړي کابل ته د تګ تصدیق نه وو کړی.

البته د جرګې یو بل غړي او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي مولانا جمال الدین، چې له جنرل فېض حميد سره په پېښور کې شوي ملاقات کې شامل وو، مشال راډيو ته وويل چې پوځ یې د جرګې بشپړ ملاتړ کړی دی. "پوځ هم موږ ته ښه ردعمل ښوولې او له طالبانو مو هم د ښه رد عمل امید دی. زما په اند، په دې ډول مذاکراتو کې چې د پاکستان پوځ شامل نه وي نو کامیابېدای نه شي. د پوځ هم دا خوښه ده چې دا مذاکرات وشي. په ملاقات کې موږ ته وویل شول چې پوځ په سیمه کې امن غواړي او تاسو هم له طالبانو سره د امن خبرې وکړئ."

مولانا جمال الدین وویل، پوځ ورته ویلي "چې دا (ټي ټي پي) زموږ خپل خلک دي، پاکستانیان دي او نه غواړو چې ورسره جنګ وکړو. زموږ وروڼه دي زموږ بچیان دي او د جرګې غړو هم وویل چې دوی دا معاملات حل کول غواړی. زموږ خواهش دی چې په کابل کې له افغان طالبانو او پاکستانيو طالبانو سره ووینو."

د دواړو خواوو غوښتنې

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه د مذاکراتو په اړه رسماً څه نه دي ويلي او نه د دې خبرو اترو اجنډا خپره شوې خو د تحريک طالبان پاکستان يو قوماندان د مې پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان ځينې لويې غوښتنې منلي دي.

جرګه د پرېکړو اختيار نه لري البته د باور جوړولو لپاره کېږي
افتخار فردوس

د هغې سرچينې په خبره، په دې غوښتنو کې د ټولو طالب بنديانو خوشې کول، پر ټي ټي پي د پاکستان د ايين "غيرشرعي دفعاتو يا مادو نه عملي کول،" په ملاکنډ ډېوېژن کې د نظام عدل عملي کول او د ټي ټي پي پر غړيو درج مقدمې ختمول شامل دي. د هغه قوماندان په خبره، پر دوو غوښتنو لا هم مذاکرات روان دي. يوه غوښتنه له قبايلي سيمو په بشپړ ډول د پاکستاني پوځ د وتلو او دویمه هغه له خیبر پښتونخوا څخه د قبایلي سیمو بېلول دي. قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې د اییني بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې وې.

د ټي ټي پي سرچينو مشال راډيو ته دا هم ويلي چې د پاکستان پوځ په مذاکراتو کې ورته شرط ايښی چې تحريک طالبان پاکستان باید خپله "وسله واله ډله ختمه کړي، بې لایسنسه ټوپکې به نه ګرځوي، د پاکستان ايين به مني، له داعش ډلې سره به اړيکي نه ساتي او د پاکستان له حکومت سره به اوربند" کوي.

د پاکستان له لوري د جرګې غړي او د خیبر پښتونخوا پخواني ګورنر انجینر شوکت الله د مې پر ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې د مذاکراتو په مهال دواړه خواوې هر قسمه غوښتنې کولی شي خو دا به په جرګه کې پرېکړه کېږي چې کومې منل کېږي او کومې نه. "جرګې ته چې کله کښېنو نو پکې د ورکړې راکړې خبرې ضرور شاملې وي. زموږ مقصد امن دی، خو داسې امن چې [له] يو طریقه کار [سره سم] وي. کوښښ‌کوو چې د ټولو مسايلو حل راوباسو."

د پاکستان د پارلېمان ځينو غړو تېره مياشت مشال راډيو ته ويلي وو چې د ټي ټي پي او حکومت له مذاکراتو خبر نه دي. په دوی کې ځينو غوښتنه کړې وه چې هره پرېکړه چې کېږي، هغه بايد له پارلېمانه تاييد شي.‌

خبریال او شنونکی افتخار فردوس وايي، د ده معلومات ښيي چې د تحريک طالبان پاکستان او جرګې ترمینځ پرېکړې حتمي نه دي او دا تر ډېره د "اعتماد سازۍ مذاکرات" دي.

هغه د مې پر ۳۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې یو ځل باور "بحال" شي نو تر هغې وروسته به دا موضوع "پارلېمان او سیاسی ګوندونو ته سپارل کېږي چې د دې لپاره مخکې څه طریقه کار ضروري دی. خو که هر څه کول وي هغې ته به د پارلېمان د ملاتړ ضرورت وي او په دې لړ کې به قانوني او اییني لوازمات هم پوره کول وي."

XS
SM
MD
LG