د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او امریکا ۱۰ میاشتې پس پر امنیتي چارو غږېږي


پخوانی ډېپلوماټ عبدالباسط وايي په وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو بڼه بدله شوې - پخوانی انځور.
پخوانی ډېپلوماټ عبدالباسط وايي په وروستیو کې د اسلام اباد او واشنګټن د اړیکو بڼه بدله شوې - پخوانی انځور.

له پاکستانه خپرېدونکې ډان ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان او امريکا چارواکو په واشنګټن کې د مې پر ۱۱مه نېټه پر دوه اړخیزه امنيتي چارو خبرې اترې بشپړې کړې دي.

دا مذاکرات د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د امريکا تر سفر وړاندې شوي دي. د مې پر شپږمه د امريکا د بهرنيو چارو وزیر اینتني بلېنکن په ټېلېفوني خبرو کې نوموړي ته بلنه ورکړه چې د مې پر ۱۸مه په نيويارک ښار کې د غذايي خونديتوب نړيوالې غونډې ته ورشي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرل نديم انجم له تېرو یوشمېر ورځو راهيسې په واشنګټن کې دی او نوموړي د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سولېوان او د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېليیم جې برنز په ګډون له نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره ملاقاتونه کړي.

د ورځپاڼې په وينا، په دې اړه دواړو غاړو جزییات نه دي په ډاګه کړي البته باور کېږي چې مذاکرات د دوه اړخيزه امنيتي اندېښنو او د افغانستان د وضعيت په اړه شوي دي.

د اسلام اباد او واشنګټن ترمینځ تر شاوخوا ۱۰ مياشتو وروسته پر امنيتي چارو خبرې اترې شوې دي. تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال په جولای کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم د ملي امنیت سلاکار معيد يوسف په سپینه ماڼۍ کې له جیک سولېوان سره ليدلي ول.

خو د اپرېل پر ۱۰مه په پاکستان کې د عمران خان له واکه تر ليرې کېدو او د شهباز شريف وزیراعظم جوړېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د امنيتي چارو په اړه د لوړ کچ خبرې کېږي.

په تېرو څه د پاسه دوو لسيزو کې د ترهګرۍ ضد جګړه او د افغانستان وضعيت د دواړو هېوادونو ترمینځ د تعلقاتو مرکزي ټکي پاتې شوي دي. خو د هند لپاره د پاکستان پخوانی سفير عبدالباسط وايي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو بڼه بدله شوې ده.

نوموړي د مې پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې پاکستان به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمینځ په روانو خبرو اترو کې غواړي چې د افغانستان مسلې حل شي او د دې ترڅنګ واشنګټن له هند سره په پوځي او استخباراتي برخو کې د همکاريو په اړه د اسلام اباد اندېښنې ځواب کړي. "امريکا هند ته د پوځي وسلو ورکړه پیل کړې او ورسره يې د استخباراتي معلوماتو د همکارۍ تړون هم لاسليک کړی دی، نو پر دې موږ اندېښنې لرو چې په دې برخو کې چې د هند او امريکا کومه همکاري ده، هغه مسقیماً پاکستان اغېزمنوي ځکه چې امريکا د پاکستان په اړه جاسوسي معلومات له هند سره هم شريکوي. نو زما په فکر پر دې خبرو بايد مذاکرات وشي او باور لرم چې ورباندې به وار له مخه خبرې روانې هم وي."

د امريکا دلچسپي دا ده چې په يو نه ډول یو ډول پاکستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي.
عبدالباسط

خو عبدالباسط وايي چې امريکا هم په سيمه کې خپلې ګټې لري. د ده په خبره، واشنګټن دلچسپي لري چې پاکستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي. "د امريکا دلچسپي دا ده چې په يو نه ډول یو ډول پاکستان تر خپل نفوذ لاندې وساتي او غواړي چې موږ په مکمله توګه د چين تر اثر لاندې را نه شو. دوی په دې منطقه کې د هند ګټې هم خوندي کوي او فکر کوي چې پاکستان او هند دې په خپلو کې مذاکرات وکړي چې د هند لپاره په سیمه کې دوه محاذونه جوړ نه شي."

کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې ول نو هغه مهال د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات ډېر ښه ول خو د سړې جګړې تر پای وروسته په اړيکو کې تل لوړې ژورې ليدل شوي دي. عبدالباسط فکر کوي چې اوسنيو حالاتو ته په کتو ښايي د پاکستان او امريکا ترمینځ ستراتيژيکه ملګرتيا جوړه نه شي. "دا اوس چې حالات دي یا په نېږدې راتلونکې [به وي]، نو ورڅخه داسې نه ښکاري چې زموږ له امريکا سره ستراتيژيکه ملګرتيا جوړه شي. د دواړو ترمینځ د راکړې ورکړې تعلقات دي او بس همدا به پر مخ وړو. په کوم ځای کې چې مو ګټې يو ځای کېږي هلته به همکاري کوو او چې چېرې نه يو ځای کېږي هلته به خاموشه پاتې کېږو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس هم د مې پر څلورمه په واشنګټن کې د خبرې غونډې پر مهال د پاکستان او امريکا د تعلقاتو پر ارزښت ټینګار وکړ او و یې ویل چې هېواد يې غواړي چې د ترهګرۍ د مخنيوي او د پولو د امنيت پر چارو کار وکړي.

XS
SM
MD
LG