د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان ته د جو بایډن ټېلېفون نه کولو پاکستان خپه کړی


عمران خان
عمران خان

د وزیراعظم عمران خان د امنیتي چارو سلاکار معید یوسف ویلي چې که د امریکا ولسمشر جو بایډن د پاکستان مشرتابه له پامه غورځوي، نو دوی نورې لارې او انتخابونه هم لري.

له بریتانوۍ ورځپاڼې فایننشل ټایمز سره په مرکه کې معید یوسف ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغه مهم هېواد له وزیراعظم سره خبرې نه دي کړی چې خپله امریکا وايي په افغانستان کې تر یوه حده مهم رول لري.

هم د دغو خبرو پر اساس په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې د اګست پر درېمه، ''د پاکستان امنیتي سلاکار شکایت کوي چې جو باېډن عمران خان ته ټېلېفون نه دی کړی،'' تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره شوه.

په پېښور پوهنتون کې د سیاسیاتو د څانګې استاد او کارپوه ډاکټر دروېش اپرېدي د اګست پر څلورمه مشال رېډیو ته وویل چې دا پر پاکستان باندې د فشار راوستو لپاره د امریکا یو سفارتي ټېکټیک دی ځکه چې د عمران خان په مشرۍ حکومت غواړي له واشنګټن سره یې په لوړه کچه سفارتي تعلقات جوړ وي.

'

کارپوهان په دې نظر دي چې پاکستان ډېر اپشنز یا انتخابونه نه لري ځکه چې هغه هېواد په سفارتي، اقتصادي او سټراټيژيکي توګه تر ډېره په غربي هېوادونو باندې تکیه کوي.

"سفارتي اړیکې چې کله سړې شي، نو له هغه پس بیا د اوچتې کچې اړیکې وځنډول شي او ټيټې کچې ته ولاړې شي. لکه څنګه چې معید یوسف امریکا ته تللی وو. دا د دوی د خرابو سفارتي تعلقاتو طرف ته اشاره کوي. پاکستان غواړي چې په کورنۍ او نړیواله سطح له امریکا سره سفارتي تعلقات راجوړ کړي. دا په پاکستان باندې د فشار راوستو لپاره یو سفارتي ټېکټیک دی. زما په فکر پر پاکستان به فشار نور هم زیاتېږي تر څو چې طالبان سنجیده خبرو ته ناست نه وي.''

یوسف تر تازه څرګندونو یوه اوونۍ وړاندې واشنګټن ته تللی وو او هلته یې د خپل امریکايي سیال جېک سولیوان سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې وی.

جو بایډن
جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن حکومت له پرېکړې سره سم، له افغانستانه د ټولو امریکايي او نړیوالو پوځیانو د وتلو له پیل راهیسې وسله والو طالبانو د افغانستان یوشمېر ولسوالۍ نیولي دي.

افغان حکومت پر پاکستان تور لګوي چې له طالبانو سره اړیکې لري، د هغوی ملاتړ کوي او د سولې خبرو اترو ته په حاضرولو کې خپل نفوذ نه استعمالوي.خو پاکستان له دغو تورونو نه انکار کوي او په بیا بیا وايي چې پر طالبانو نفوذ لري خو تر کنټرول لاندې یې نه دي.

تېرو امریکايي حکومتونو کې پر پاکستان د طالبانو د ملاتړ تورونه لګول شوي خو پاکستان ترې انکار کوي او وايي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ځاني او مالي تاوانونه زغملي دي. هم د دغه تور له کبله د امریکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت په پاکستان شا او خوا دوه اربه ډالره امنیتي مرسته بنده کړې وه.

د امنیتي چارو سلاکار معید یوسف فایننشل ټایمز سره په خبرو کې د دې وضاحت ور نه کړ چې د انتخاب لارې څه دي؟ خو له چین سره د پاکستان د ژورو اړیکو یادونه یې ضرور وکړه چې د انفراسټرکچر په پروژو کې یې د اربونو ډالرو سرمایه کاري کړې ده.

په اسلام اباد کې د سټراټيژيکو مطالعاتو مرکز یو څېړونکي نجم رفیق مشال ریډيو ته وویل کله چې امریکا له پاکستانه د اډو غوښتنه وکړه نو اسلام اباد ترې انکار وکړ نو امریکا هم نورې لارې لري. نوموړي وویل پاکستان ته پکار ده چې د دا قسمه بچګانه بیانونو پر ځای یوه معقوله پالیسي خپله کړي.

''د امریکا تعلقات همېش له پاکستان سره د ورکړې راکړې په بنیاد پاتې شوي دي. دا ځل امریکا ته معلومه شوه چې له پاکستانه ورته څه نه ملاوېږي نو ظاهره ده، له هغوی سره هم نورې لارې موجودې دي. هغوی له مرکزي اسیايي هېوادونو سره خبرې کوي. خو امریکا اعتراف کړی دی چې د پاکستان د مرستې بغیر په افغانستان کې امن نه شي راتللی. نو دا یوه ډېره غټه خبره ده. د اګست پر یولسمه د افغانستان پر حالاتو د امریکا، روس، چین یوه غونډه کېږي چې پاکستان هم پکې شامل دې. نو مطلب دا چې هېوادونه خبر دي چې په افغانستان کې د امن له پلوه پاکستان یو ډېر مهم هېواد دې. پاتې خبره دا چې ټيليفون یې ولې نه دی کړی، نو زه خو به ووایم چې دا خو یوه ډېره بچګانه خبره ده.''

کارپوهان په دې نظر دي چې پاکستان ډېر اپشنز یا انتخابونه نه لري ځکه چې هغه هېواد په سفارتي، اقتصادي او سټراټيژيکي توګه تر ډېره په غربي هېوادونو باندې تکیه کوي.

ډاکټر اپرېدي وویل، هغه لارې چې کیدای شي د پاکستان په پام کې وي، ورته په اوږدو کې کومه ګټه نه شي رسولی.

''که دوی داسې سوچ کوي چې موږ به له چین سره نیږدې والی زیات کړو نو پاکستان دا د موقتي وخت لپاره کولای شي خو دوامدار یې نه شي ساتلی، که چرې دغه لاره وي او دوی یې طرفته اشاره کوي. دا په لنډمهاله موده کې کولای شي، لږ ډېر دوی ته څه ګټه ورسوي خو دا دوی پر یوځای نه شي ساتلی. ځکه چې پاکستان په غربي هېوادونو ډېره تکیه کوي.''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د اګست پر دویمه په یوه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې واشنګټن د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان د مهم رول پېژندنه کوي او غواړي چې هغه هېواد خپل کردار ادا کړي. پرایس وویل چې نه یوازې امریکا بلکه د دوی ډېر نړیوال ملګري هیوادونه هم له پاکستانه غواړي چې د افغانستان د سولې پروسه کې د خپل ملاتړ رول ولوبوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG