د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د ترهګرۍ خلاف له پاکستان سره یو ځای کار کول غواړو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې خبري غونډې پر مهال، انځور له ارشیفه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې خبري غونډې پر مهال، انځور له ارشیفه

امریکا وايي غواړي چې له پاکستان سره د ترهګرۍ د مخنیوي او د پولو د امنیت پر چارو کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د مې پر۴مه په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل له پاکستان سره دوه اړخیزه اړیکو ته اهمیت ورکوي او غواړي چې له پاکستان سره پر هغو چارو کار وکړي چې د دواړو هیوادونو په ګټه دي.

پرایس وويل چې په دې کې د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سرحدونو امنیت مهم دي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې نیډ پرایس یو ځل بیا د کراچۍ په پوهنتون د ځانمرګي برید غندنه وکړه.

په کراچۍ پوهنتون کې، د اپریل پر ۲۶مه، يوه ځانمرګې حمله شوې وه چې پکې د درو چينايانو استادانو په ګډون څلور کسان وژل شوي وو. له پاکستانه ازادۍ اخیستو لپاره وسله واله مبارزه کوونکې، ډلې بلوچ لیبرېشن ارمي (مجیدبریګېډ) د دې حملې زمه واري منلې وه.

ښاغلي پرایس وویل هر چېرته چې ترهګر برید کیږي، هغه د ټول انسانیت سپکاوی دی خو که په یو پوهنتون یا مذهبي ځای کې ترسره شي نو بیا په ریښتیا د بشریت ناقدري ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG