د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د طالبانو لخوا د دريو نړيوالو رسنيو پر ټېليويژني خپرونو بندېزونه غندلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا په افغانستان کې د دريو نړیوالو رسنیو د ټېليويژني خپرونو بندول غندلي دي ـ انځور له ارشيفه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا په افغانستان کې د دريو نړیوالو رسنیو د ټېليويژني خپرونو بندول غندلي دي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې د دريو نړیوالو رسنیو د ټېليويژني خپرونو خپرېدل بند کړي دي.

د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې خپلواکو معلوماتو ته د افغانانو د لاس‌ رسي محدودول د اندېښنې وړ وبلل.

اعلامیه کې لیکل شوي، امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو کارونو ته متوجه ده او د رسنیو پر وړاندې پر نوي محدویت سربېره، دا ډله ان د هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي، چې وړاندې یې کړي.

طالبانو د مارچ پر ۲۶مه په افغانستان کې د امریکا غږ، بي‌ بي‌ سي او المان غږ (ډويچ ويله) ټېليويژني خپرونې چې د ځینو شخصي رسنیو له‌ خوا خپرېدې، بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۳مه له شپږم ټولګې پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړې ته اشاره کړې چې روښانه کوي، طالبان په هغو اړینو ژمنو عمل نه کوي چې له افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره یې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي: "ښوونه او روزنه او د بیان ازادي په افغانستان کې د هر وګړي بشري حقونه دي، نه دا چې غربي ارزښتونه یا نړیوالې ټولنې ته امتیازات دي. دا حقونه د یوې سوله‌ ییزې او سوکاله افغان ټولنې لپاره اړین دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو له حقونو سرغړونې دې پای ته ورسوي او ډاډ یې ورکړی چې دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ د حق ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو څخه، چې وکولای شي د تاوتریخوالي له وېرې پرته ډاډه او ازاد کار وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد. انځور له ارشيفه
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد. انځور له ارشيفه

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ازادي تضمین ده، خو دوی د هغو رسنیو د خپرونو مخه نیولې چې د افغانستان اسلامي او کلتوري ارزښتونه‌ یې نه‌ دي مراعت کړي.

د نوموړی وينا وه: "ځینې ټېليويژنونه، چې د نشراتو ساحه‌ یې موږ کنټرولولای نه‌ شو، موږ حق لرو چې په افغانستان کې هغوی ته د نشر اجازه ورنه‌کړو، ځکه هغوی زموږ د قوانینو رعایت نه‌کوي. دا د بیان ازادۍ باندې کوم محدودیت نه‌ دی، بلکې موږ د افغانستان له ټولنې سره سم د نشراتو مسولیت لرو چې کنټرول‌ یې کړو او ټولنه چې کوم ایجابات او غوښتنې لري، له هغې سره برابر نشرات وشي."

طالبان داسې مهال پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ محدودیت زیاتوي چې تېره میاشت‌ یې ویاند ذبیح‌ الله مجاهد یوه غونډه کې وویل، د رسنیو مخکېنی قانون چې د جمهوري نظام پر مهال جوړ او منظور شوی، د عملي کېدو وړ دی.

د تېر۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، ډېر خبریالان له دې هېواده وتلي او ډېرې رسنۍ هم بندې شوي چې اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لوري محدودیتونه يې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون څو ورځې مخکې وویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ۶۲۳ افغان رسنیو له ډلې ۳۱۸ بندې او تر ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان بې‌ دندو شوي دي.

XS
SM
MD
LG