د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې یو سیمه ییز راډیو خپلې خپرونې درولي


د پکتیا یو شخصي راډیو د اپرېل پر ۱۳مه د مالي ستونزو له وجې خپلې خپرونې درولي.
د پکتیا یو شخصي راډیو د اپرېل پر ۱۳مه د مالي ستونزو له وجې خپلې خپرونې درولي.

په پکتیا کې د "پکتیا غږ" په نوم یوې سیمه ییزې راډیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې درولې دي.

پکتیا غږ تر "ملي راډیو" وروسته په هغه ولایت کې له لومړنیو راډیوګانو څخه ده چې شاوخوا ۱۷کاله وړاندې يې نشریات پیل کړي ول.

د اپرېل پر ۱۴مه د پکتیا غږ راډیو د خپرونو مدیر ذبیح الله ایوبي مشال راډیو ته وویل، په دې رسنۍ کې شاوخوا ۲۰ تنه ښځو او سړیو کار کاوه چې اوس بې روزګاره شوي دي. "په پکتیا غږ راډیو کې نېږدې ۲۰ کسانو چې پکې ښځې هم شاملې وې، کار کاوه، خو په وروستیو کې د یوشمېر ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له کبله يې و نه شوای کولی چې خپلو نشریاتو ته دوام ورکړي. اوس مو د لږ وخت لپاره خپلې خپرونې ودرولې، نو که په راتلونکې کې بیا زمینه برابره شوه، انشاالله خپل فعالیت به پیلوو."

په پکتیا کې د خبریالانو د ملي اتحادیې ولایتي مسوول او د "ژوند" په نوم د سیمه ییزې راډیو مشر اصیل ځاځی وايي، په اوس وخت کې هغه نړیوال بنسټونه چې د رسنیو په برخه کې کار کوي او په افغانستان کې د رسنیو ملي بنسټونه چې پخوا يې د رسنیو د ملاتړ غږ اوچت کړی وو، باید د رسنیو په اقتصادي لحاظ د مرستې په اړه ځینې اقدامات وکړي.

ځاځی زیاتوي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا دواړه بنسټونه پاتې سیمه ییزو رسنۍ د سقوط له ګواښه وژغوري.

د پکتیا غږ راډیو خبریالان د ژوندۍ خپرونې پر مهال - د اپرېل ۱۳مې انځور.
د پکتیا غږ راډیو خبریالان د ژوندۍ خپرونې پر مهال - د اپرېل ۱۳مې انځور.

بل لوري ته په پکتیا کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې پکتیا غږ راډیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې بندې کړي او کله چې يې دا ستونزې حل شي، بېرته به خپل نشریات پیل کړي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي خالقیار احمدزي وویل، په پکتیا ولایت کې رسنۍ ازادانه فعالیت کوي او هېڅ یوې رسنۍ ته کوم ګواښ نه دی متوجه. "داسې خبرونه ورکړل شوي چې په دې ولایت کې پکتیا غږ راډیو نشریات بند کړي دي، نو ټولو ته ډاډ ورکوو، چې یادې رسنۍ د موقت وخت لپاره د اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشریات بند کړي دي."

یاده دې وي په پکتیا کې د ملي راډیو ټېلېوېژن په ګډون پینځه راډیو ګانې او یو ټېلېوېژن خپرونې لري.

له پکتیا غږ راډیو مخکې د ولایت کومې رسنۍ فعالیت نه دی درولی، خو په خپرونو کې یې کمی راغلی دی.

د افغانستان د رسنیزو بنسټونو فېډرېشن له معلوماتو سره سم، د ۲۰۲۱ز د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واک ته تر رسېدو وروسته له ۶۲۳ رسنیو څخه ۳۱۸ له فعالیته لوېدلي او تر ۲،۵۰۰ زیاتر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې روزګاره شوي او یا يې له ویرې خپلې دندې پرېښې دي.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې نړیوالو ناحکومتي او حکومتي ادارو په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ کاوه، ورسره به یې مالي مرستې هم کولې او همداراز، رسنیو له بېلابېلو کاروبارونو څخه د سوداګریزو خبرتیاوو له لارې هم پیسې ګټلې.

XS
SM
MD
LG