د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخکیني افغان پوځيان، خبریالان او ښوونکي کابل کې توکي پلوري


د کابل ښار
د کابل ښار

د تېر حکومت له نسکورېدو سره د افغانستان د ځينو بنسټونو د پام وړ شمېر کار کوونکو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

ځيني پخواني پوځيان، خبریالان او ښوونکي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس د خپل ژوند اړتیاوې د واټونو ترغاړې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره پوره کوي.

هغه خبریال چې اوس وږي 'جوار' پلوري.

مصطفی جعفري چې له تېرو ۸ کلنو د خبریالۍ ترڅنګ د تصویر اخیستونکي په توګه هم له ډېرو رسنیو سره کار کړی، خو اوس کمره په لاس نه، وږي په لاس روزي ګټي.

نوموړی له تېرو درېيو میاشتو راهیسې وزګاره شوی او له بې وزلۍ د کابل ښار په یوه څنډه کې وږي پلوري.

د کابل ښار یوه څنډه
د کابل ښار یوه څنډه

مصطفی مشال راډيو ته وویل، د ورځې له سلو تر ۲۰۰ پورې افغانۍ ګټي او په خبره یې له هېڅ ښه دي، کولی شي د خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو ګېډې پرې مړه کړي، خو د کور کرایې او نور لګښتونو بیا نه شي رسېدی.

دی وايي:" ډېرو رسنیو سره مې اړیکې ونیولې، هغه ملګري مې چې ځینو رسنیو کې درلودل، خو دنده مې ترلاسه نه کړه، بې دندې پاتې شوم، اخر مې پرېکړه وکړه چې په یوځای کې یو څه وپلورم، څو د خپلې کورنۍ لپاره یو مړۍ حلاله ډوډۍ وګټم."

خو دا یوازې مصطفی نه دی.

خبریاله فرزانه ایوبي هم له ورته برخلیک سره مخ ده.

نوموړې تېر اته کاله له یو شمېر رسنیو سره د ژوندیو خپرونو ویانده پاتې شوې، خو اوس د کابل ښار په یوه څنډه کې زړې جامې پلوري.

نوموړې چې د خپلې ۹ کسیزه کورنۍ مشرې کوي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له کومې رسنۍ سره یې چې کار کاوه، د طالبانو له راتک وروسته وتړل شوه.

د فرزانې په وینا، د زړو جامو پلورل یې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یوازینۍ لاره وه:" د بې کارۍ له امله مې د سړک پر غاړه د زړو جامو پلورل پیل کړل، له هغې رسنۍ سره چې ما کار کاوه، هغه وتړل شوه او خپل کار کوونکي یې ځواب کړل، زما لپاره ډېره ستونزمنه و، د دې لپاره چې یوازې ما په کور کې کار کاه، دا دوهم لاس جامې دي چې موږ یې په کمو پیسو اخلو او بیرته یې په کمو پیسو پلورو."

خبریاله فرزانه زړې جامې پلوري
خبریاله فرزانه زړې جامې پلوري

خو کیسه لا پاتې ده، د بادغیس راډیو مسوول عبدالرازق صدیقي هم د دې کاروان یو بل غړی دی.

هغه خپله کیسه داسې کوي:" ما د ښځو په ګډون شاوخوا ۸ کار کوونکي درلودل، دوی به له موږ سره کار کاوه او خپل حقوق به یې ترلاسه کول، خو اوس له بده مرغه هغوی هم بې کاره شوي او زه هم، زه اته کسیزه کورنۍ لرم او د دوی ټولو مسولیت زما پر غاړه دی."

خو دا یوازې خبریالان نه دي چې د طالبانو له حاکمیت وروسته وزګاره شوي، ښايي د پخواني نظام په ړنګېدو سره ډېری پوځي او ملکي کار کوونکي وزګار شوي وي چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دوی د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولی چې رسنیو سره خبرې وکړي.

مشال راډیو هڅه وکړه چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له منځه وړلو په تړاو د طالبانو د حکومت په تګلاره پوه شي، خو د دوی ویاندویانو ذبیح الله مجاهد، بلال کریمي او احمد الله وثیق په دې اړه ددې راډیو اړیکې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې یې ویلي و چې د رسنیو د بیا غوړېدو لپاره به کوټلي ګامونه واخیستل شي.

د هغه معلوماتو له مخې چې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې په دې وروستیو کې خپاره کړي، د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي دي.

د دې ټولنې ویاند مسرور لطفي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، سره له دې چې د طالبانو حکومت او د خبریالانو په برخه کې نړیوالو ملاتړ بنسټونو په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی، خو تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی.

د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي
د طالبانو له راتک وروسته شااوخوا ۷۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او خبریالان یې وزګار شوي

لطفي زیاته کړه:" تراوسه هېڅ یوې ادارې هم داسې څه نه دي کړي چې خبریالان کار وکړي او له سختو کارونه څخه راووځي، له بده مرغه د هغه رسنیزو کار کوونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې وزګار شوي او سختو کارونه ته مخ کوي، دا زموږ لپاره د اندېښنې وړ مساله ده."

بې کاري او بې وزلي له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان سترې ستونزې بلل کیږي، خو ښايي اوس دغه ستونزې خپل بې ساری او جدي پړاو وهي.

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي کافي خوړو ته لاسرسۍ نه لري چې له دې سلنې ۹ میلیونه قحطۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګروملتونو سازمان د کرنې او خوړو ادارې څه موده مخکې په یوې ګډې اعلامیه کې اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې به سږنی ژمی شااوخوا ۲۳ میلیونه وګړي کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري.

XS
SM
MD
LG