د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پولیسو يو پخوانی افسر وژل شوی او يو خبریال د طالبانو لخوا نيول شوی دی


کرنل قسیم قايم (پخوانی تصویر)
کرنل قسیم قايم (پخوانی تصویر)

د افغانستان بېلابېلو رسنيو او پخوانيو حکومتي چارواکو ترمخه يو پخوانی لوړپوړی پولیس افسر د طالبانو په بند کې وژل شوی دی.

د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال، د کورنيو چارو په وزارت کې دنده لرونکی دا افسر کرنل قسیم قايم نوميږي. د جمهوري نظام پر مهال دکورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په خپل ټوېټر ليکلي چې طالبانو کرنل قايم شکنجه او وژلی دی.

هشت صبح ورځپاڼې د کرنل قايم د کورنۍ له خولې ليکلې چې طالبانو نوموړي ته ويلي وو چې خپلې دندې ته وروګرځي او هغه ته به څه نه ويل کيږي. خو د ورځپاڼې ترمخه، څو ورځې وروسته د نوموړي کورنۍ ته د هغه شکنجه شوی جسد سپارل شوی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو تورونو په تړاو څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو په شکنجه کې د پخوانيو امنيتي سرتيرو د وژل کېدو راپورونه ورکول کيږي.

د اپريل په لومړيو کې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ۵۰۰ هغه کسانو په اړه اسناد خپاره کړي چې د دوی په وينا د طالبانو لخوا لومړی نيول شوي او بيا وژل شوي دي. همداراز ملګرو ملتونو هم څو مياشتې مخکې د سلو داسې وژنو په اړه اسناد خپاره کړي وو.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د ولسمشر محمد اشرف غني جمهوري او منتخب حکومت چپه کړ او په زور یې کابل ونيو. د دوی مشر ملا هیبت الله اخوند که څه هم پخوانيو امنيتي ځواکونو ته عمومي بخښنه اعلان کړې خو بیا هم وخت په وخت د پخواني امنيتي سرتيرو د غيبولو او وژلو خبرونه راځي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال، پر رسنيو هم ډير بندیزونه لګولي او ځيني خبريالان یې نيولي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د اپريل په ۱۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې طالبانو په کابل کې د اریانانیوز پخوانی ویاند محب جلیلي تېره شپه په کابل کې نیولی او سخت وهلی دی.

دې ادارې له طالبانو غوښتنه کړې چې پر رسنيو له بندیزونو او د خبریالانو له ځورولو دې لاس واخلي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه خبریال یې ولې نیولی او وهلی دی.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له سختدريځه حکومت څخه په زرګونو خبریالان غربي هېوادونه ته کډه شوې او په سلګونو رسنۍ بندې شوي دي. د امریکې اکليډ او د افغانستان سوله څار څيړنيزو ادارو د اپريل په ۱۴مه خپور کړی راپور ښيي‌چې لږ تر لږه ۳۰۰ رسنۍ تړل شوي دي. د دې وجه د بیان پر ازادۍ د طالبانو بندیزونه، د نشراتو لپاره سختې لارښوونې او اقتصادي ستونزې یادې شوې.

د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د رسنیو تړل کېدل د افغانستان راتلونکې لپاره د اندېښنې وړ بللي. د دې ادارې مشر ظریف کریمي مشال راډيو ته ويلي: "نړېواله ټولنه مسولیت لري چې د رسنیو د سقوط مخه ونیسي او دوی باید نور د رسنیو د سقوط د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او روان حالت کابو کړي."

XS
SM
MD
LG