د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ رشید: وزیراعظم ته مې ویلي، له حکومت سره وروستۍ لاره د استعفا ده


شېخ رشيد احمد وايي، هغه هیله لري چې وزيراعظم به قام ته وينا کې ښې فيصلې وکړي. انځور له ارشيفه
شېخ رشيد احمد وايي، هغه هیله لري چې وزيراعظم به قام ته وينا کې ښې فيصلې وکړي. انځور له ارشيفه

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي، باید حکومتي ګوند پر یو ځای له پارلېمانه استعفاګانې ورکړي.

شېخ رشيد احمد نن، د اپریل پر اتمه، په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، وزيراعظم عمران خان ته یې ويلي چې له دوی سره اخري لار، د استعفا ورکولو هغه ده . نوموړی د عوامي مسلم ليګ ګوند مشر دی او په قامي اسمبلۍ کې يوه څوکۍ لري. هغه له واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره په اتحاد کې دی.

شېخ رشيد احمد دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې د اپریل پر اوومه، سپريم کورټ د قامي اسمبلۍ مرستیال سپيکر د بې باورۍ تحريک ردولو په اړه فیصله غير اييني وګرځوله او قامي اسمبلي يې بحاله کړه.

وزيراعظم عمران خان نن (اپریل اتمه) د کابيني غونډه هم وربللې ده او په همدغه ورځ ماښام به قام ته وينا هم کوي.
د سپريم کورټ له فيصلې سره سم د اپریل پر نهمه به وزيراعظم عمران خان له قامي اسمبلۍ څخه د باور رايه ترلاسه کوي.

وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وويل، هغه هیله لري چې وزيراعظم به قام ته وينا کې ښې فيصلې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG