د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان تورونه به د امريکا او پاکستان تعلقات زیانمن کړي؟


د ۲۰۱۹ کال تصویر: عمران خان په واشنګټن کې
د ۲۰۱۹ کال تصویر: عمران خان په واشنګټن کې

د امريکې بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا د پاکستاني وزيراعظم عمران خان هغه ادعا رد کړې چې نوموړي ويلي ول چې د هغه د ليرې کولو لپاره د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک تر شا د "واشنګټن لاس" دی.

د امریکې بهرنيو چارو وزارت وياند نيډ پرایس د اپريل پر څلورمه خبریالانو ته وويل چې د عمران خان ادعا حقیقت نه لري. هغه زیاته کړه: "په دې کې هيڅ‌ رښتیا نشته. دا خبره مې تېره اونۍ هم کړې وه. موږ نه یوازې په پاکستان بلکې د نړۍ په هر هېواد کې د ایین او جمهوري اقدارو ملاتړ کوو. موږ د یو سیاسي ګوند پر ضد د بل سیاسي ګوند ملاتړ نه کوو. موږ پر قانون ولاړې واکمنۍ او د مساوي انصاف ملاتړ کوو."

د اپريل پر درېيمه د پاکستان د قامي اسمبلۍ ډپټي سپېکر د اپوزیشن له خوا راوړل شوی عدم اعتماد تحريک رد کړ او دلیل یې ورکړ چې دا "د بهرنيو هېوادونو سره په سازش" کې تیار شوی دی. اپوزیشن ګوندونو دا هسې يوه پلمه او له عدم اعتماد تحريکه څخه "تېښته" وبلله.

امريکا مېشتی د سیاسي چارو پوه جهانګير خټک وايي د عمران خان خبرې به د دواړو هېوادونو پر اړيکو بده اغېزه ولري. "دا خبره ظاهره ده چې د امريکې او پاکستان اړيکې به له دې محفوظ نه شې پاتې. البته امريکا ډير محتاط بيانونه ورکوي ځکه نه غواړي چې تاوتريخوالی لا نور زیات شي. د عمران خان د دې بيانیې سره به په پاکستان کې دننه د امريکې ضد جذبات زیاتيږي چې امريکا به یې نه خوښوي."

عمران خان ادعا کوي چې بهرنۍ پالیسي يې په خپلواک ډول په مخ بیولي نو ځکه د امريکې خوښ نه دی. هغه د فبرورۍ پر ۲۳مه روس ته سفر کړی وو. په همدغه ورځ روس پر اوکراين بريد وکړ. پاکستان په ملګرو ملتونو کې پر اوکراين د روس د یرغل په اړه رايه و نه کاروله یعني دا يې نه غندلی او نه يې هم ملاتړ کړی وو. عمران خان ويلي چې په امريکا کې د پاکستان د هغه مهال سفیر ورته په ليک کې ليکلي چې "د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير له دې امله ګواښلی" وو.

خو په امریکا کې مېشته څيړونکی رضا رومي وايي په نړيواله کچه پاکستان دومره لوی هېواد نه دی چې د روس د اشغال د نه غندلو له وجې دې یې امريکا دومره غصه شي چې حکومت یې بدل کړي. هغه د اپريل پر پينځمه مشال راډيو ته وويل، د عمران خان خبرې به د راتلونکې پاکستاني حکومت د بهرنيو چارو خواري ډيره کړي.

ده زیاته کړه: "پر سازشي مفکورې ولاړې د عمران خان خبرو د پاکستان راتلونکي حکومت ته سرخوږی جوړوي ځکه چې د واشنګټن سره به اړیکې بيا رغول غواړي خو په پاکستان کې به ولسي وګړي د امریکا سره د کینې تر حده رسېدلي وي. بل خوا امريکا په دې پوهيږي چې د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې سیاستوال داسې خبرې کوي نو فکر کوم دوی به د پاکستان سره خپلې اقتصادي او پوځي اړيکې د عمران خان د کړو خبرو قرباني نه کړي."

امريکا د پاکستاني برامداتو تر ټولو لوی تجارتي هېواد او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې اتحادي دی. همدې ته په کتو د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د اپريل پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په خبرو کې ټينګار وکړ چې امريکا يې نيزدی ملګری دی او د پوځ په روزنه کې یې لوی لاس دی. هغه په اوکراين کې د روس جګړه اشغال او لويه غميزه وبلله.

XS
SM
MD
LG