د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف پر عدالتي پرېکړې سربېره له هېواده بهر پرېنښودل شو


شهباز شریف د سرطان په ناروغۍ اخته دی او عدالت ورته اجازه ورکړې چې د علاج لپاره له ملکه بهر لاړ شي.
شهباز شریف د سرطان په ناروغۍ اخته دی او عدالت ورته اجازه ورکړې چې د علاج لپاره له ملکه بهر لاړ شي.

د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې "اېف اي ای" د مسلم لیګ نون ډلې مشر شهباز شریف د مې پر اتمه دوحې ته له تګه ګرځولی دی.

د مسلم لیګ نون ډلې ویاندې مریم اورنګزېب رسنیو ته ویلي، دا پر دې سربېره ده چې د اېف ايي ای دوه غړي د مې پر اوومه هلته ناست وو چې د لاهور های کورټ شهباز شریف ته علاج لپاره د تګ اجازت ورکړ.
نوموړې ویلي چې عدالت د هغه پرواز نمبر لا یاد کړی و چې شهباز شریف به پکې قطر او له هغه ځایه لندن ته سفر کولو.

د لاهور های کورټ په خپله پرېکړه کې ویلي وو چې شهباز شریف د اتو اوونیو لپاره کولی شي له ملکه بهر د درملنې لپاره لاړ شي خو نوموړي ته د لاهور پر هوايي ډګر د وړاندې تګ اجازه ورنه کړل شوه.

د پاکستان مسلم لیګ نون ګوند سېنېټر جاوید لطیف د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د شهباز شریف په ایسارولو اېف ايي ای د پاکستان د عدالت د پرېکړې توهین کړی، د عدالت د پرېکړې سره یې ټوقې کړي او عدالت له پکار دي چې د یادې ادارې خلاف د عدالت د سپکاوي کارروايي وکړي.


د اطلاعاتو وفاقي وزیر چودري فواد حسېن ویلي، دا د تحقیقاتو وفاقي ادارې د مشر واک دی چې د چا نوم په تورلېسټ کې اچوي او د چا هغه وباسي. ده ویلي، د شهباز شریف وکیل د عدالتي پرېکړې په رڼا کې یادې ادارې ته خواست نه دی کړی چې د هغه نوم د هغو کسانو له فهرسته وباسي چې له پاکستانه بهر نشي تلای.

فواد چودري پر ټویټر یو بیان کې ویلي، د "ممنوع الخروج لېسټ" نه د شهباز شریف د نوم د ویستلو پر ضد به عدالت ته ځي.

شهباز شریف د خپلو ګټو نه د زیاتو شتمنیو درلودلو او همدا رنګه د پیسو مینځلو او بهر ملکونو ته د ناقانونه پیسو د لېږلو په مقدمو کې له عدالته په ضمانت خوشې شوی دی.

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکي او وکیل شهاب الدین خټک د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې خلک د استخباراتي ادارو نه یوه لویه ګیله لري چې هغوی د سیاسي انتقام لپاره کارول کېږي. نوموړی وايي، یادې ادارې الېکشن ګټي، خلکو ته سیټونه ورکوي او اقتدار ته یې راولي.

هغه زیاتوي، د نواز شریف سره چې څه وشول او د پاکستان د جمهوري غورځنګ سره چې څه وشول، دا هر څه جوتوي چې استخباراتي ادارې په ملکي چارو کې پراخه لاسوهنه کوي.

خو بل پلو، د پاکستان استخباراتي ادارې په سیاسي چارو کې د مداخلې خبرونه ردوي او په وار وار یې ویلي چې هغوی د سیاست سره هېڅ تړاو نه لري.

شهباز شریف د سرطان ناروغي لري او غوښتل یې چې د درملنې لپاره د دوحې له لارې لندن ته ولاړ شي. تر شهباز شریف وړاندې د هغه مشر ورور او د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف هم د ۲۰۱۹ز کال په نومبر کې د علاج لپاره په ضمانت له بنده خوشې کړل شوی و خو هغه بیرته هیواد ته ونه ګرځېد.

نواز شریف ته په ۲۰۱۸ز کال کې د درغليوو په يوه مقدمه کې د اوو کالو د بند سزا اورول شوې وه. عدالت هغه په همدغه کال په دې تور چې صادق او امين نه دی پاتې شوی، د ټول عمر لپاره له عملي سياست او سرکاري عهدې ساتلو منع کړی و.

پاکستان مسلم لیګ نون ګوند وايي، حکومت او د پاکستان تحقیقاتي ادارې د هغوی نه سیاسي انتقام اخلي خو بل پلو، حکومتي چارواکي دا تورونه ردوي او وايي چې نواز شریف او د هغه کورنۍ غړي په درغلیو کې تورن دي.

XS
SM
MD
LG