د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ پاکستان کې پر روان وضعیت اورېدنه ځنډولې


سپریم کورټ د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ د سپیکر مرستیال له لوري د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد تحریک لغوه کولو په اړه نوټس واخیست - انځور له ارشیفه.
سپریم کورټ د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ د سپیکر مرستیال له لوري د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد تحریک لغوه کولو په اړه نوټس واخیست - انځور له ارشیفه.

د پاکستان سپریم کورټ په هېواد کې د سیاسي وضعیت په اړه اورېدنه کړې ده.

د پاکستان رسنۍ وايي، د اپرېل پر درېیمه غونډه د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ وشوه چې پکې د ورځې په اوږدو کې پر شویو پرمختګونو بحث وشو او اورېدنه د اپرېل تر څلورمې نېټې وځنډول شوه.

دولتي راډیو ویلي چې مشر قاضي بندیال تر هغې وروسته د روان سیاسي حالت په اړه نوټس واخیست چې د اسمبلۍ مرستیال سپیکر د وزیراعظم پرضد د عدم اعتماد تحریک رد کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر عارف علوي د اپرېل پر درېیمه تر هغې وروسته د هېواد قامي اسمبلي ماته کړه چې وزیراعظم عمران خان ورڅخه وغوښتل چې قامي او صوبايي اسمبلۍ دې ړنګې کړي.

د پاکستان د ولسمشر دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې علوي د اساسي قانون د ۵۸مې مادې او د ۴۸مې مادې له لومړیو برخو سره سم د هېواد قامي اسمبلي تحلیل کړې ده.

هم د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.

سوري‌ د سپیکر اسد قیصر ليکلی امر ولوست او ادعا یې وکړه چې پر دې قراداد ځکه رايه نه شې اچول کېدای چې د ده په وینا، بهرنی سازش شوی چې د ايين خلاف کار دی.

ولسمشر عارف علوي قامي اسمبلي ړنګه کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:51 0:00

حکومت مخالف ګوندونو پر دې سخت تنقيد وکړ او په قامي اسمبلۍ کې یې نعرې ووهلې خو مرستيال سپېکر دا غونډه تر ناڅرګنده نېټې ځنډولې ده.

تر دې سمدستي وروسته وزیراعظم ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل چې ولسمشر ته یې د قامي او صوبايي اسمبلیو ماتولو سپارښتنه کړې.

مخالفه ګوندونو په عین وخت کې په اسمبلۍ کې احتجاج ته دوام ورکړی او وايي‌ چې دوی به پر دې مسله همدا نن (د اتوار پر ورځ) سپریم کورټ ته ځي.

قانون پوه عبدالرحیم وزیر مشال راډیو ته وویل چې د وزیراعظم عمران خان او مرستیال سپیکر له خوا اخیستل شوي ګامونه د پاکستان له اساسي قانون یا ایین سره سمون نه خوري.

نور پرمختګونه

تر دې مخکې، د اپرېل پر درېیمه د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د قامي اسمبلۍ د سپېکر د ليرې کولو لپاره هم عدم اعتماد تحريک جمع کړ.

د قامي اسمبلۍ د سپېکر سيکريټرېټ کې د اپريل په درېيمه جمع شوي د اپوزيشن په تحريک کې راغلي چې سپېکر اسد قېصر د خپل ګوند تحريک انصاف په حق کې د قامي اسمبلۍ کارونه مخته بيايي نو ځکه بايد په دې دنده پاتې نه شي. په تحريک کې غوښتنه شوې چې زر تر زره دې پر دې رايه واچول شي.

ټاکل شوې وه چې د اپريل په درېيمه د وزيراعظم عمران خان پر ضد پر عدم اعتماد تحریک رایې واچول شي کوم چې د مارچ په اتمه وړاندې شوی وو.

د قامي اسمبلۍ د غړيو شمېر ۳۴۲ دی. د عدم اعتماد تحريک د بريا لپاره د حکومت مخالفه ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو ضرورت دی.

د حکمران تحریک انصاف او اتحادي ګوندونو د غړو شمېر ۱۷۸ وو خو د متحده قامي مومنټ تر بیلېدو وروسته اوس دا شمېر ۱۷۱ پاتې شوی. د ايم کيو اېم د غړو سره د اپوزیشن شمېره ۱۷۰ ته رسېدلې او وايي چې د تحريک انصاف ځينو غړو هم ورسره وعده کړې چې د عمران خان پر خلاف به رایه اچوي.

عمران خان د مارچ پر ۳۱مه، ملت ته په یوه تلویزوني وینا کې ادعا وکړه چې د "یوه هېواد" لخوا یې خط ترلاسه کړی چې پکې د وزیراعظمۍ له دندې څخه د هغه د ليرې کېدو ذکر شوی دی.

هغه زیاته کړه چې، روسیې ته د هغه په وروستي سفر، ځيني بهر ملکي قوتونه خپه دي او د هغه حکومت ختمول غواړی. تر دې مخکې نوموړي په يوه جلسه کې يو بند کاغذ خلکو ته ښودلی او ويلي يې وو چې په دې خط سره نوموړی ګواښل شوی دی.

خو د اپوزیشن ګوندونه بیا وايي، داهسې پلمې دي چې واکمن ګوند او مشران یې د خپل حکومت د بچ کولو لپاره کوي. په دې لړ کې د پاکستان پیپلز ګوند او مسلم لیګ نون ګوند مشرانو بلاول بوټو زرداري او شهباز شریف نظرونه مخې ته راغلي دي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپریل په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم د فبرورۍ پر ۲۳مه روسیې ته له سفر وروسته د هغه د لرې کولو لپاره، د سازش خبره کوي خو پیپلز ګوند له دې سفره وړاندې، د هېواد اقتصادي حالت ته په کتو، د وزیراعظم خلاف هلې ځلې پیل کړې وې.

XS
SM
MD
LG