د لاسرسي ځای

تازه خبر

چترال: د عوامي نېشنل ګوند پر سياستوالې د برید په تور ۷ کسان نيول شوي


دروش، چترال: اېمل ولي خان او خديجه بي بي د يوې جلسې په مهال
دروش، چترال: اېمل ولي خان او خديجه بي بي د يوې جلسې په مهال

د خیبر پښتونخوا د چترال پولیس وايي د عوامي نېشنل ګوند د بلدیاتي ټاکنو پر يوې نوماندې د شوي برید په تور یې ۷ کسان نيولي دي.

د کوز چترال د پولیسو مشرې، سونيه شمروز خان د مارچ په ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې پر دې کسانو تور دی چې يوه ورځ مخکې یې د عوامي نېشنل ګوند پر یوې سیاستوالې خدیجه بي بي حمله کړې وه. د هغې په وينا له نیول شوو کسانو تحقیقات روان دی.

د مارچ په ۲۶مه، د چترال د دروش تحصيل په بلدیاتي ټاکنو کې د عوامي نېشنل ګوند پر نوماندې، خدېجه بي بي برید شوو خو هغې ته پکې څه زیان نه وو رسېدلی. نوموړې مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته د حفاظت غوښتنه کړې وه. هغې د برید تور پر خپلو سیاسي مخالفینو لګولی خو په دې اړه یې د چا نوم نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې د عوامي نېشنل ګوند وياندې، ثمر هارون بلور هم ويلي وو چې حکومت ورته د خطونو له لارې خبرداری ورکړی چې حملې پرې کېدلی شي.

تر دې وروسته،‌ په شمالي وزیرستان کې د عوامي نېشنل ګوند په بلدیاتي ټاکنو کې پر يو نوماند برید وشو. د مارچ په ۲۲مه په ميرعلي کې شوې دې حمله کې د یاد ګوند سیاستوال مصور داوړ ووژل شو. تر دغه پېښې وروسته عوامي نېشنل پارټۍ د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې مظاهرې وکړي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر، اېمل ولي خان د مارچ په ۲۲مه په يو بیان کې له حکومته د قاتلينو د نیولو غوښتنه وکړه. د دې ګوند د کلتوري چارو مشر، خادم حسين پر ټويټر وليکل چې حکومت دې د پېښور پريس کلب مخې ته په مظاهره کې يې "له رياسته وغوښتل چې د سوالونو جوابونه په ډاګه کړي".

د شمالي وزيرستان پوليسو د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د مصور داوړ د وژنې په تړاو یې د نامعلومه وسله والو پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

په شمالي وزيرستان کې د عوامي نېشنل گوند يو ځايي مشر خلیل خان په دغه ورځ مشال راډیو ته وویل چی وسله والو د دوی په مخ کې مصور داوړ په ډزو وويشت او وتښتېدل. "پولیسو خاموشه تماشه کوله، په چوک کې ګڼ پولیس سرتیري موجود ول خو چا اقدام و نه کړ."

XS
SM
MD
LG