د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نېشنل ګوند د مصور داوړ د وژنې پر ضد احتجاجونه وکړل


د پېښور پريس کلب مخې ته د عوامي نېشنل ګوند مظاهرې ته د دې ګوند د کلتوري څانګې مشر، خادم حسېن وينا کوي
د پېښور پريس کلب مخې ته د عوامي نېشنل ګوند مظاهرې ته د دې ګوند د کلتوري څانګې مشر، خادم حسېن وينا کوي

عوامي نېشنل ګوند د خپل ګوند د يو غړي مصور دواړ د وژنې پرضد د مارچ په ۲۳مه په ټوله خېبرپښتونخوا کې احتجاجونه وکړل.

په شمالي وزيرستان کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا بلدياتي انتخاباتو ته نوماند، مصور داوړ د مارچ په ۲۲مه په ميرعلي کې نامعلومه وسله والو په ډزو وواژه. د عوامي نېشنل ګوند د کلتوري چارو مشر، خادم حسين پر ټويټر ليکلي چې د پېښور پريس کلب مخې ته په مظاهره کې يې "له رياسته وغوښتل چې د سوالونو جوابونه په ډاګه کړي".

د شمالي وزيرستان پوليسو د مارچ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د مصور داوړ د وژنې په تړاو یې د نامعلومه وسله والو پر ضد يې مقدمه درج کړې او د پېښې نورې پلټنې روانې دي. شمالي وزيرستان کې د عوامي نېشنل گوند يو ځايي مشر خلیل خان په دغه ورځ مشال راډیو ته وویل چی وسله والو د دوی په مخ کې مصور داوړ په ډزو وويشت او وتښتېدل. "پولیسو خاموشه تماشه کوله، په چوک کې ګڼ پولیس سرتیري موجود ول خو چا اقدام و نه کړ."

نوموړي زياته کړه، په میرلی چوک کې امنيتي کېمرې لګېدلي دي، پوليس دې هغه ريکارډنګ وګوري او قاتلان دې معلوم کړي. دوی له پېښې سمدستي وروسته مظاهره هم کړې وه. تر اوسه چا د دې وژنې زمه واري نه ده اخیستې.

د عوامي نېشنل ګوند د خيبر پښتونخوا وياندې او د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړې ثمر هارون بلور د مارچ په ۲۲مه د يو ټويټ له لارې له حکومته غوښتنه کړې چې د پېښې "سمدستي او رڼې پلټنې" دې وشي.

XS
SM
MD
LG