د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا انتخاباتي کمېشن: چارواکي دې د انتخاباتي ساحو دورې نه کوي


خيپر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه ترسره شو او دوهم پړاو به د روان (۲۰۲۲ز) کال د مارچ پر ۳۱مه تر سره کېږي. انځور له ارشيفه
خيپر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه ترسره شو او دوهم پړاو به د روان (۲۰۲۲ز) کال د مارچ پر ۳۱مه تر سره کېږي. انځور له ارشيفه

د خيبرپښتونخوا انتخاباتي کمېشن هغو سيمو ته د حکومتي چارواکيو پر سفرونو بندېز لګولی چې پکې بلدياتي ټاکنې کېدونکې دي.

کمېشن د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه په خپل بیان کې ويلي، د هر هغه چارواکي پرضد به قانوني کارروايی کېږي چې د هغو سيمو دوره وکړي، يا پرمختيايي کارونه اعلان کړي يا د کومې منصوبې پرانیسته وکړي چې هلته بلدیاتي ټاکنې کېدونکې دي.

انتخاباتي کمېشن په خيبرپښتونخوا کې په دوو مرحلو کې بلدیاتې انتخابات اعلان کړې وو چې په لومړي پړاو کې پېښور، بونير، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هري پور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه انتخابات ترسره شوي ول او په پاتې ۱۸ ضلعو کې به د روان (۲۰۲۲ز) کال د مارچ پر ۳۱مه انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG