د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چترال په ګډون د خیبرپښتونخوا په نهو ضلعو کې د سېلاوونو خطر


د چترال سیمه
د چترال سیمه

د خیبر بښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم اداره وایي دوی د صوبې په نهو ضلعو کې د ممکنه سېلابونو د خطر له وجې ضلعې انتظامیو ته خبرداری ورکړی او د چترال، بره دیر، کوز دیر، نوښار، سوات، چارسده، کوهستان، بونیر او مانسهرې پشمول یې ځینو ضلعو ته امدادي ډلې هم لیږلي دي.

د دغه ادارې د بیړنیو عملیاتو د مرکز مشر فهد طاهر مشال رېډيو ته وویل، په چترال کې د واورو ویلېدو او د سیند پر غاړه د ابادو ځینو کلیو خلکو ته یې هم د ممکنه سېلاونو خبرداری ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې له چترال سره پر پوله په کونړ بدخشان او د افغانستان نورو سیمو کې هم د سېلاونو خبرداری ورکړل شوی دې او په نورستان ولایت کې سېلاونو په سلګونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د جولای پر ۲۹ د شپې ناوخته مشال راډیو ته ویلي چې په نورستان کې لا هم تر ۱۵۰ زیات کسان ورک دي او د سېلاونو له وجې ګڼ کورونه ړنګ شوي دي.په نورستان کې چارواکي وایي د ۶۰ کسانو جسدونه یې له اوبو راویستي او دغلته د سېلاونو له وجې مرګ ژوبله هم زیاتېدای شي.

بلخوا د بره چترال له بوني سیمې د ډپټي کمشنر د دفتر یو چارواکي شاهد پروېز چې په چترال کې د سلابونو صورتحال څاري، مشال رېډیو ته وویل، بېګاه ماښام په بریت ناله کې سېلاوو راغلی وو، اوس هم راروان دی، بروغېل سړک بند شوی دی، سېلاوونو ځینو کورونو او د خلکو دکانونو ته تاوانونه رسولي دي، د ضلعي انتظامیو لخوا له ولس سره د مرستو کار روان دی، د ده په خبره ډېری لارې بندې شوي دي او دوی هڅه کوي لارې بیرته پرانیزي او خلکو ته مرستې ورسوي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا په اسمبلي کې د عوامي نېشنل ګوند غړی سردار حسېن بابک چې د جولای پر ۲۸ مه په اسمبلۍ کې د سېلاونو په اړه یو توجو دلاو نوټس هم جمع کړی دی، له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، سېلابي بارانونو د خلکو کچه کورونو ته تاوانونه رسولي دي، په ځینو سیمو کې پر خلکو کوټې ناستې دي، د بونیر په ځینو سیمو لکه ښادو خېل، اخوند سېری او ځینو نورو سیمو کې رابطې پرې شوي دي، په چترال کې هم سېلاوو راغلی، ځکه خو ده په توجو دلاو نوټس کې له حکومته غوښتنه وکړه چې حکومت دې د سېلاوونو ممکنه خطر ته زیات پام وکړي.

بلخوا له چتراله د واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ غړی وزیر زاده د جولای پر ۳۰ مه مشال راډیو ته وایي حکومت یې هڅه کوي چې هغو سیمو ته له وړاندې نه امدادي ټیمونه او سامانونه ورسوي چې د سېلاب خطره زیاته ده. دی زیاتوي په خلکو کې د پوهاوي لپاره هم کار کوي او کوښښ یې دی چې پر وخت د متاثرو خلکو مرسته وکړي.

په خیبر پښتونخوا کې پروسږ کال هم د جولای او اګست په میاشتو کې سېلاوونو او تېزو بارانونو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي ول.

XS
SM
MD
LG