د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې بریدونه: د لیویز یو حوالدار او ۱۰ پوځي عسکر وژل شوي


د بلوچستان نقشه
د بلوچستان نقشه

د بلوچستان صوبې په سرحدي ښارګوټي چمن کې د ليویز ځواک يو حوالدار په وسله وال برید کې وژل شوی دی، تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد ذمه واري منلې ده.

ځايي چارواکو تاييد کړې چې دغه پېښه د زيارت په ماښام (جنورۍ ۲۷مه) د حاجي احمد ليويز په ناکه رامنځته شوې ده.

د چمن ضلعې مرستیال کمېشنر جمه داد خان دا یو ترهګر بريد بللی او په وینا یې چې په پېښه کې د ککړو وسله والو د نيولو لپاره یې عمليات پیل کړي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ ضلع کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې ۱۰ سرتيري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې د جنورۍ پر ۲۷مه په يو خپور کړي بيان کې ويلي چې دا بريد د سېشنبې او چارشنبې (جنورۍ ۲۵مې او ۲۶مې) په مینځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم وژل شوی او يوشمېر نور ژوبل دي.

بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.

بلخوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې " بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور کړي بيان کې د دې بريد ذمه واري منلې او د ۱۷ امنيتي سرتيرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ کال د سېپټمبر پر ۲۵مه د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د سرحدي سرتېرو په یو کاروان په برید کې، څلور سرتیري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG