د لاسرسي ځای

تازه خبر

شیخ رشيد: د اغزن تار لګولو مسله حل شوې، د طالبانو سره یې په شريکه لګوو


د پاکستان کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد
د پاکستان کورنيو چارو وزیر شيخ رشيد

د پاکستان کورنيو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مسله حل شوې او اوس به دا کار د طالبانو سره په ګډه کوي.

شيخ رشيد د دیسمبر په ۲۶مه په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې ده. "غواړو چې دا اغزن تار د طالبانو سره په شريکه ولګوو. پر دې زموږ ډېر سرتېري وژل شوي او ډېرې پیسې پرې لګيدلې دي. طالبانو موږ ته ډاډ راکړی چې افغان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي."

طالبانو تر اوسه د شيخ رشيد د دې تازه خبرو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

د نومبر پر ۲۰مه پر سوشل ميډيا يا ټولنیزو رسنیو په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو د مشر، ډاکټر بشير يوه ويډيو خپره شوې وه چې پکې نوموړی يو پاکستاني سرتېري ته چیغې وهي چې د افغانستان پر خاوره اغزن تار ونه لګوي.

دا ويډيو د لالپورې ولسوالۍ د پلوڅې سیمې وه چې طالبان پکې د نا استعمال شوي هغه اغزن تار سره ښکاري چې په ظاهره، پاکستاني سرتېرو لګول غوښت.

د پاکستان لخوا پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو مسله، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې مخکې چې طالبانو د افغانستان واک په لاس کې نه وو اخیستی، هم لانجمنه وه.

پاکستان وايي چې د دې کرښې سره نېږدې په افغان خاوره کې پاکستاني طالبان له خپلو پټنځايونو پر پاکستاني پوځ حملې کوي. تېرو افغان حکومتونو دا تورونه بې بنياده بلل او پاکستان یې د ترهګرو په ملاتړ تورناوه. خو د طالبانو حکومت د پاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې کولو لپاره د مذاکراتو منځګړتوب کړی دی چې تر اوسه یې څه نتيجه نه ده راوتلې.

تيرو افغان حکومتونو دا هم په بیا بیا ويلي چې ډېورنډ‌ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني او د پاکستان لخوا اغزن تار لګول یې د افغان خاورې لاندې کول بلل. خو پاکستان وايي دا نړيوال سرحد دی او اغزن تار د خپل ملک د امنيت په لړ کې د وسله والو د تګ راتګ مخنيوي لپاره لګوي.

شيخ رشيد د دوشنبې په ورځ کړې خبري غونډه کې طالبانو ته د پاکستان ملاتړ وریاد کړ او و یې ويل، "موږ د طالبانو سره مرسته کول غواړو. موږ د دوی حالت ته په کتو سره د ټولې نړۍ استازي دلته اسلام اباد ته راغوښتي وو."

د رشيد اشاره د دیسمبر پر ۱۹مه شوې د اسلامي هېوادونو د همکاريو د سازمان هغې غونډې ته وه چې په افغانستان کې یې د بشري مرستو لپاره غږ پورته کړ.

طالبانو د اګست په ۱۵مه د منتخب او جمهوري افغان حکومت تر چپه کولو وروسته واک اخیستی خو تر اوسه کومه هېواد په رسميت نه دې پيژندلي.

د نړيوالو مالي‌مرستو د ودريدو له امله په افغانستان کې اقتصادي بحران مخ پر زیاتېدو دی او ملګرو ملتونو ويلي چې د ژمي په پخېدو سره بشري ناورین ښايي لا نور ژور شي.

XS
SM
MD
LG