د لاسرسي ځای

تازه خبر

هوتي او داوړ: حکومت دې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ مخه ونیسي


د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه یو ګاډۍ د بمي برید نښه وو چې ډرایو یې پکې وژل شوی وو.
د شمالي وزیرستان په میرلي کې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر لومړۍ نېټه یو ګاډۍ د بمي برید نښه وو چې ډرایو یې پکې وژل شوی وو.

عوامي نیشنل ګوند او ملي جمهوري غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بیا راپورته کېدونکې ترهګرۍ مخنيوي لپاره ګامونه واخلي.

د جنورۍ په لسمه، په قامي اسمبلۍ کې د بحث پر مهال د عوامي نېشنل ګوند غړي امیرحيدرخان هوتي وويل چې پارليمان بايد پر دې مسله بحث وکړي. نوموړي وویل چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له تېر کال یو نیم راهیسې حالات بیا پر خرابېدو دي. بې ګناه خلک پکې وژل کېږي. ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی او ترهګر بیا منظمېږي. پر مشرانو، پر امنیتي ځواکونو او پر پولیسو او سرکاري اهلکارو باندې بیا په منظم ډول بریدونه کېږي. د هوتي په وینا لکه څنګه چې د مري پر پېښه په پارلمان کې بحث کېږي، همداسې بحث په خیبر پښتونخوا او سیمه کې د ناامنۍ پر زیاتېدونکو پېښو هم پکار دی.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وويل چې د طالبانو بيا منظمېدل ډېر خطرناک دي.

محسن داوړ پارلېمان ته په خپله وینا کې وویل، له هغې راهیسې چې دی د قامي اسمبلۍ غړی جوړ شوی دی، نو په چیغو چیغو وايي چې د دوی په سیمو کې ترهګر بیا راټولېږي. نوموړي وویل چې دوی له تېرو کلونو کلونو راهیسې د ترهګرۍ له ناورین سره مخامخ دي خو هېڅوک یې تپوس هم نه کوي. څو ورځې وړاندې په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پیپلز پارټۍ ځايي جنرل سېکرېټري سردار نجیب ناڅرګندو وسله والو وواژه خو لا یې هم نه د پېښې پلټنه وشوه او نه یې هېڅ یو قاتل ونیول شو. د دې خبرې سنجیدګي تاسو له دې واخلئ چې تر اوسه په دې پارلېمان کې ورباندې هېڅ بحث نه کېږي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز يو راپور ښيي‌چې تحريک طالبان پاکستان په ۲۰۲۱ کال کې په دې هېواد کې ۲۰۸ حملې کړې دي. د جنورۍ په پينځمه د پاکستاني پوځ وياند ويلي وو چې پر حالاتو نظر ساتي او ټي ټي پي به بيا قوي کېدو ته پرېنږدي. د جنورۍ پر ۱۰مه نېټه د پاکستان يوې امنيتي سرچينې مشال راډيو ته وويل چې د تحريک طالبان پاکستان پخوانی وياند مفتي خالد بلتي په دوشنبه (۱۰م جنوري) د افغانستان په ننګرهار کې وژل شوی دی. معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی خو دغه امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې خالد بلتي د محمد خراساني په نامه فعاليت درلود.

تحريک طالبان پاکستان د جنورۍ په لسمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی ویاند خالد خراسانی ژوندی دی خو زیاتوي چې د خالد بلتي د وژنې په اړه څېړنې کوي، د ټي ټي پي خبرپاڼه وايي چې بلتي اوسمهال په دې تحريک کې هېڅ دنده نه درلوده.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي وياند ملا قاضي عادل د جنورۍ پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه څه معلومات نه لري.

XS
SM
MD
LG