د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا بلوڅ بېلتون غوښتونکي د ځواکمنېدو په حال کې دي؟


په بلوچستان کې په وروستیو کې په حملو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې - انځور له ارشیفه
په بلوچستان کې په وروستیو کې په حملو کې یوشمېر امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ ويلي دي چې په بلوچستان کې یې د امنيتي ځواکونو پر دوو مرکزونو له بلوڅ بېلتونپالو سره څو ورځنۍ جګړه پای ته رسېدلې، او سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د فبرورۍ پر پنځمه په بيان کې ویلي چې په نوشکي او پنجګور کې یې د وسله والو بریدونه پر شا وتمبول خو هلته په شویو نښتو کې دواړو خوا ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه متضاد اطلاعات دي.

د پاکستان پوځ وايي، په پنجګور او نوشکي کې یې په جګړه کې ۲۰ وسله وال وژلي دي. خو بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي د فبرورۍ پر پینځمه په بیان کې تایید کړې چې جګړه یې پای ته رسېدلې خو وايي چې پکې د هغې ډلې ۱۶ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، په بريدونو او نښتو کې یې نهه امنيتي سرتېري وژل شوي او شپږ ژوبل دي. تر دې مخکې د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار میرضیا لانګو د فبرورۍ پر درېیمه په کوټه کې خبرې غونډې ته ویلي ول چې په نوشکي او پنجګور کې د امنیتي سرتېرو پر مرکزونو په بریدونو او وروسته په نښتو کې ۱۲ امنيتي سرتېري او ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.

خو بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي وسله والې ډلې تر ۱۰۰ د زیاتو پوځیانو د وژنې دعوه کړې.

مشال راډیو په خپلواکه ډول د فبرورۍ پر دویمه شپې مهال په بریدونو او تر هغې وروسته په جګړه کې د مرګ ژوبلې د دعوو تصدیق نه شي کولای.


په بلوچستان کې د جنورۍ په اخري اوونۍ او د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په وسله والو بريدونو کې یوشمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پوښتنه دا ده چې ایا په نوشکي او پنجګور کې بریدونه د بلوڅ بېلتونپالو وسله والو د ځواکمنېدو ښکارندويي کوي؟ په کوټه کې خبريال او شنونکي شهزاده ذوالفقار د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې اېسټیبلېشمنټ دا خبره محسوسه کړې ده چې وروستي بريدونه ډېر خطرناک ول او په دې خبره حيران دي چې وسله والو ډلو څه رنګه داسي قوت ترلاسه کړ. "پوځ خپله هم دا خبره څېړي چې څه رنګه وسله والو ډلو سم د لاسه قوت ترلاسه کړ، يوه خبره ثابته شوه چې د هغو خلکو خبرې ناسمې وې چې دا يو څو ځوانان دي او لاسونو کې يې وسلې راخیستې دي او له يو سړک جوړولو او يا پرمختيايي پروژو سره به هغوی وسلې تسليم کړي. هغه ټولې خبري ناسمې وي."

د شهزاده ذوالفقار په خبره په بلوچستان کې ورځ تر بلې حالات په خرابيدو دي.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي ول چې د جنورۍ ۲۵مې او ۲۶مې په منځنۍ شپه د بلوچستان په کېچ ضلع کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې ۱۰ سرتېري وژل شوي ول.

د هغه بريد ذمه واري ناقانونه بلوڅ بېلتونپالې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" منلې وه او د ۱۷ امنيتي سرتېرو وژلو ادعا یې کړې وه چې مشال راډیو یې په خپلواکه ډول د دعوې تصدیق نه شي کولای.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه عامر رانا د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې دا يوه ډېره جدي مسله ده، يو خوا د وسله والو عمليات زيات شوي بل پلو د هغوی وړتيا هم زياته شوې ده. "د بلوچستان په تاريخ کې داسي پېښې ډيرې کمې شوې دي، دا د انديښني وړ خبره ده، پخوا به ترهګرۍ لپاره عامې طريقي کارول کېدې خو اوس د ګوريلا جنګ په څېر عمليات روان دي. دا ګوریلا تيکنيک دی او هغه هم پرمختللی چې لويه مسله ده."

د عامر رانا په خبره پخوا به داسې بريدونه تحريک طالبان پاکستان کول. د ده په وینا، هغه که به هوايي ډګر يا پوځي مرکزونه ول او نښتې به چې تر څو ورځو روانې وې نو تر شا به یې د القاعده مرسته وه.

عامر رانا زياته کړه چې دا د پاکستانیو امنیتي ادارو لپاره یو ننګونه ده چې بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو دا صلاحيت له کوم ځايه ترلاسه کړی دی؟

خو د بلوچستان د پلانونو او پرمختګ وزیر، ظهور بلیدي د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته ويلي ول چې حکومت د دغو پېښو تر شا "ورانکاري او د هغوی مقصد پېژني" او د مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو سره په ګډه کار کوي.

XS
SM
MD
LG