د لاسرسي ځای

تازه خبر

بې پولې خبریالان: پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ پر رسنیو اغېز کړی


 یو تن خبریال له وسله وال طالب سره. انځور - ارشیف
یو تن خبریال له وسله وال طالب سره. انځور - ارشیف

د بې پولو خبريالانو سازمان (ار اېس اېف) ويلي، په اګست مياشت کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو د هېواد پر رسنيو د پام وړ اغيز کړی او په هرو ۱۰ رسنيزو بنسټونو کې څلور تړل شوي او ۶۰ فيصده خبريالان او د رسنيو نور کارکوونکي بېکاره شوي دي.

د ار اېس اېف او د افغانستان ازادو خبريالانو ټولنې (اې ای جې اې) د یوې سروې له مخې د طالبانو په راتګ سره د رسنیو ۸۴ سلنه ښځینه کارکوونکو خپلې دندې پرېښي چې ورسره رسنیزه فضا تر ډېره د ښځو له ونډې تشه شوې ده.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه ار اېس اېف ويلي چې د تېر اوړي پر مهال په افغانستان کې ۵۴۳ رسنیز بنسټونه فعال ول چې پکې ۳۱۲ د نومبر تر اخره فعالیت کوي چې په دې معنا په هغه هېواد کې ۴۳ سلنه رسنۍ په درېیو میاشتو کې تړل شوې دي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ډېريو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۰ شخصي رسنۍ شتون لري، خو ځینې سیمې اوس "تقریبا هېڅ محلي رسنۍ نه لري."

د ار اېس اېف په وينا، د اګست میاشتې په پیل کې ۱۰ زره ۷۹۰ کسانو له افغان رسنيو سره کار کاوه چې تر دې سروې پورې یوازې ۴،۳۶۰ کسان پاتې شوي دي.

طالبانو د بې پولو خبریالانو د راپور په اړه لا تبصره نه ده کړې، خو له دې وړاندې يې له خپله اړخه د رسنیو او بیان ازادۍ د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG