د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو سازمان: طالبانو پر رسنیو او د بیان ازادۍ بندیزونه لګولي


د نقادانو په وینا، د طالبانو دا ګام به سنسرشپ او ځورونو ته لاره هواره کړي. انځور- ارشیف
د نقادانو په وینا، د طالبانو دا ګام به سنسرشپ او ځورونو ته لاره هواره کړي. انځور- ارشیف

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان وايي، طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته پر رسنیو او د بیان ازادۍ پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا خبره د یاد سازمان د اسیا څانګې مشرې پېټریشا ګوسمېن د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

نوموړي ویلي، طالبانو ژمنه کړې وه ، که رسنۍ اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي نو د فعالیت اجازه به ورکوي خو د دې په وینا، د هغوی نویو اصولو د بیان د ازادي ساه بنده کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې طالبانو د سېپټېمبر په پای کې د افغان خبریالانو لپاره د اصولو یو لسټ خپور کړ.

دوی وویل ، که مطبوعات پر اسلامي اصولو عمل وکړي، بې طرفه وي او ملي ګټو ته ژمن وي نو ازاد او خپلواک به وي.

د نقادانو په وینا، د هغوی دا ګام به سنسرشپ او ځورونو ته لاره هواره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG