د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته تازه ستانه شوي وزیرستاني کډوال مرستې غواړي


په خوست کې د وزیرستان يو کډوال چې د ملګرو ملتونو لخوا ويشل کېدونکي مرستې ته منتظر ناست دی - انځور له ارشیفه.
په خوست کې د وزیرستان يو کډوال چې د ملګرو ملتونو لخوا ويشل کېدونکي مرستې ته منتظر ناست دی - انځور له ارشیفه.

له خوسته ستانه شوي د شمالي‌ وزیرستان کډوال وايي د ټوچي سیند پر غاړه تر شنه اسمان لاندې اوسیږي او د پاکستان حکومت ورسره مرسته نه کوي.

دا کډوال د شمالي وزیرستان د مده خيلو او سیدګۍ دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو پر ضد د ضرب عضب پوځي عملیاتو په نتيجه خوست او پکتيکا ته تللي ول.

حکومت د ۲۰۲۱م کال د دیسمبر پر ۱۰مه د دغو څه د پاسه ۵،۰۰۰ کورنيو خپلو سیمو ته د ستنولو وروستۍ مرحله پيل کړې وه. هغه مهال چارواکو ويلي وو چې دغو کډوالو ته به خوراکي او د غیرخوراکي توکو تر څنګ د ټيليفون سیم په ذریعه هره میاشت دولس زره روپۍ نغدې ورکوي.

حکومت يوه خېمه او بستره راکړې وه. نور یې څه نه دې راکړي
معظم خان

له افغانستانه ستانه شوي زیاتره وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته د واورو له امله نه شي تللی. د ځينو کورونه هم ويجاړ شوي او لا تر اوسه یې بیا بحالي نه ده شوې نو ځکه دوی د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په اوسېدو مجبوره شوي دي.

په دوی کې معظم خان هم دی. هغه چې دوه اونۍ وړاندې له افغانستانه ستون شوی او دا مهال د کورنۍ د يوولس غړو سره د ټوچي د سیند پر غاړه اوسيږي، د جنورۍ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د ژمي په موسم کې یې ژوند تريخ دی. "پنځلس ورځې مو وشوې چې دلته راغلي يو. ډیر سخت ساړه دي. نه راسره پیسې شته او نه له يخه د بچ کېدو څه توکي. خوراکي مواد مو هم ختم شوي دي. حکومت په غلام خان کې يوه خيمه او دوه بسترې راکړې وي خو نور یې څه نه دې راکړي."

د پاکستان حکومت وايي چې د وزیرستاني‌کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره یې په بکاخېلو کې یو کمپ جوړ کړی چې سهولتونه پکې شته دی. خو د شمالي وزیرستان یو کډوال مقبول خان چې تازه له افغانستانه ورستون شوی، وايي په بکاخېلو کې د نورو خلکو د اوسيدو لپاره ځای نشته. هغه د جنورۍ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل: "موږ ته حکومت وايي چې هله به مو خپلو سیمو ته ستنوو چې کله د هغو سیمو امنيت برابر شي. او س معلومه نه ده چې دا به کله کيږي. موږ غریب خلک يو. بنو او نورو سیمو ته هم نه شو تللی او په بکاخيلو کيمپ کې وار له مخه په زرګونو کورنۍ پرتې دي. د کمپ چارواکي راته ويلي چې د نورو کسانو لپاره پکې ځای نشته."

حکومت وايي‌ کوښښ‌کوي‌ چې د تازه ورغلو کډوالو ستونزې حل کړي. د شمالي وزیرستان ډپټي کمیشنر شاهد علي خان د جنورۍ په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې ورتلونکو کورنيو ته په غلام خان کې يوه خيمه، بسترې، کمبلې، د پخلي سامان، وریژې، دال، غوړي، چيني او يو شمیر نور سامانونه ورکول کيږي. "د خوست د ګلان کمپ له ۵۴۰۰ کورنيو څخه مو ۴۱۰۰ کورنۍ راستنې کړې دي. هرې راتلونکې کورنۍ ته د ټيلیفون سیم په ذریعه دولس زره روپۍ د میاشتې ورکوو."

XS
SM
MD
LG