د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو ځوانانو وزیرستانیو کډوالو ته د اختر جامې ډالۍ کړې


یوه مدني فعاله نجونو ته د اختر جوړې ورکوي
یوه مدني فعاله نجونو ته د اختر جوړې ورکوي

د جولای پر ۲۷مه یو شمېر خوستیو ځوانانو په ګلان کیمپ کې مېشتو وزیرستانیو کډوالو ته د اختر جامې، واسکټونه او پکولونه ډالۍ کړل.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې تر ۱۰ لاکه زیات خلک کډوال شول.

له هغوی څخه یې زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو له پیل سره زیاتره کډوال شمالي وزیرستان ته ستانه کړل خو زرګونه کسان لا هم د خوست په ګلانو کیمپ کې اوسي.

خوستیو ځوانانو د ډالیو ورکولو پر مهال وویل، له دې کاره یې موخه دا ده چې وزیرستاني ماشومان او ځوانان هم د ځايي خلکو په څېر لوی اختر په خوشالۍ ولمانځلای شي.

یو افغان ځوان وزیرستاني کډوال ته پکول په سروي
یو افغان ځوان وزیرستاني کډوال ته پکول په سروي

د نړۍ په زیاتره برخو کې لوی اختر د جولای پر ۳۱مه لمانځل کېږي خو د پاکستان د مذهبي چارو وزارت وايي، په هغه هېواد کې به اختر د اګست پر لومړۍ نېټه وي.

مدني فعال سمیع الله لمر په ګلانو کیمپ کې مشال راډیو ته وویل، په ډالیو کې د نجونو لپاره جوړې، د تنکیو زلمیو لپاره واسکټونه او د ځوانانو لپاره هغه پکولونه شامل دي چې په شمالي وزیرستان کې دود دي.

د ده په وینا، دا شیان د حرفوي یا مسلکي زده کړو په هغو کورسونو کې جوړ شوي چې د خوست د کار او ټولنیزو چارو ریاست پورې تړلي دي.

لمر زیاته کړه چې د لوی اختر په ورځو کې غواړي چې د قربانیو غوښې هم کډوالو ته ورسوي.

په ګلان کیمپ کې وزیرستانیو کډوالو د افغان ځوانانو مننه وکړه.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې، له کورونا وایرسه د ځان ساتلو په موخه، په ګلان کیمپ او د خوست په نورو سیمو کې د وزیرستانیو کډوالو شاوخوا ۴،۶۵۰ کورنیو ته صابون او د جراثیمو (مېکروب) ضد دواګانې هم ورکړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG