د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي پرلتوال: پوځ دې د عامو خلکو له ځورولو لاس واخلي


ځايي خلک وايي، پر دې مهال پوځ د ولسي وګړوځورول پيل کړل او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستل. د دوی په وينا د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د جان سدې په نوم یوه ۱۲ کلنه ماشومه هم ووژل شوه.
ځايي خلک وايي، پر دې مهال پوځ د ولسي وګړوځورول پيل کړل او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستل. د دوی په وينا د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د جان سدې په نوم یوه ۱۲ کلنه ماشومه هم ووژل شوه.

د شمالي وزیرستان د خیسور اوسېدونکو د جنورۍ له درېیمې راهيسې په میرعلي کې احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

دوی غوښتنه لري چې امنيتي ځواکونه دې د سيمې امن باوري کړي او د وسله والو پرضد د عملياتو پر مهال دې د عامو خلکو له ځورولو لاس واخلي.

د تېر زيارت په ورځ په خيسور کې له وسله والو سره په نښته کې د پاکستاني پوځ څلور سرتېري وژل شوي ول چې وروسته پوځ د لټون عمليات پيل کړل.

ځايي خلک وايي، پر دې مهال پوځ د ولسي وګړو ځورول پيل کړل او يو شمېر خلک يې له کورونو وايستل.

د دوی په وينا د امنیتي سرتېرو په ډزو کې د جان سدې په نوم یوه ۱۲ کلنه ماشومه هم ووژل شوه.

د شمالي وزيرستان انتظامي چارواکي وايي، له پرلتوالو سره يې خبرې روانې دي.

بلخوا يو امنيتي چارواکي چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، د جنورۍ پر درېیمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د ولس ژوند او د هغوی امنيت ته پام کړی دی.

د مشال راډیو د معلوماتو او له حکومتي شمېرو سره سم، په ۲۰۲۱ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۱۴۸ حملې او نښتې شوې وې چې پکې لسګونه ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي ووژل شول.

په هغو حملو کې د سړک تر غاړې ښخو بمونو ۴۵ چاودنې هم شاملې وې. د ډېریو حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې وسله وال عملیات پیل کړل چې تر شاوخوا دوو کلونو روان ول.

په ۲۰۱۶ز کال کې پوځ د عملیاتو بریا اعلان کړه چې ورسره سم، د څه د پاسه یو میلیون بې کوره شویو خلکو د ستنېدو بهیر پیل شو.

د پاکستان حکومت وايي، تر ۹۵ فیصده زیات بې کوره شوي کسان یې خپلو کلیو ته ستانه کړي دي او اوسمهال له افغانستانه د شمالي وزیرستان د زرګونه کډوالو کورنیو د ستنېدو بهیر روان دی.

XS
SM
MD
LG