د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستاني کډوال د مالي مرستو اخیستو کې ستونزې لري


د شمالي او جنوبي وزیرستان په زرګونه وګړي لاهم بې کوره ده.
د شمالي او جنوبي وزیرستان په زرګونه وګړي لاهم بې کوره ده.

د شمالي وزیرستان هغه کډوال چې لاهم خپلو سیمو ته ستانه شوي نه دي، د جون پر ۲۲مه یې په یوه جرګې کې له حکومته غوښتنه کړې، چې د میاشتې له هرې کورنۍ سره د مالي مرستو نوې طریقه دې نه جوړوي او هم د زونګ موبایل سیم له لارې دې له دوی سره مرستې جاري ساتي.

د کډوالو مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت اوس د مالي مرستو طریقه کار د جېز موبایل کمپنۍ ته اړولې دې چې بایو میټرک نظام استعمالوي.

د دوی په وینا ځینو خلکو دغه پېسې ترلاسه کړي دي خو ګڼې هغه کورنۍ چې سړي یې دا وخت په بهر هېوادونو کې دي، د دې نوي نظام له لارې مرستې نه شي حاصلولای.

حکومت د میاشتې هرې بې کوره شوې کورنۍ ته ۱۲،۰۰۰روپۍ ورکوي.

د دوی په وینا که دا مسله یې حل نه شوه نو له راروانې جمعې ورځې به احتجاج پیلوي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د نظم اداره وایي زونګ کمپنۍ ورسره کنټرېکټ ختم کړ، نو ځکه یې د ۱۵،۲۰۰ کډوالو سره د مالي مرستو دا نظام جېز کمپنۍ ته اړولې دي. او په دې اړه د کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره کار کوي.

د شمالي وزیرستان زیاتره کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې شوې دي خو ځینې یې لا هم په افغانستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG